د افغان جګړې دوام او د خلکو اندېښنې؛ "خلک سوله غواړي، نه د جګړې دوام"

ارشیف، د سولې د کاروان یو غړی

په افغانستان کې د جګړې دوام او د اندېښو زیاتېدل، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دغه کې روانه جګړه او د تاوتریخوالي لوړ ګراف د اندېښنې وړ ګڼي.

د دې کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د خلکو غوښتنه د سولې خبرې دي، نه د تاوتریخوالی او جګړې دوام.

فرهنګ زیاته کړه: "له بده مرغه تاوتریخوالی زیات شوی او موږ یې سخت اندېښمن کړي یو، له دواړو خواوو غواړو چې دوی د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او اوربند اعلان کړي، تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، د دې لپاره چې دغه حالت له ملکي کسانو قرباني اخلي."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د جګړې د پراخېدو له امله خپلې اندېښې شریکوي چې د افغانستان دفاع وزارت په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو په لاس د سقوط شوېو درېيو ولسوالیو د بېرته نیولو په هدف د عملیاتو د دوام خبره کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې (د غبرګولي ۲مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "زموږ عملیات په هغو سیمو کې چې طالبانو نفوس کړی پراخ شوي دي، تاسو ګورئ چې موږ خپل تصفیوي عملیات د میدان وردګو ولایت په جلرېز او نرخ ولسوالیو کې، د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې پیل کړي او د افغانستان لوی درستیز جنرال یاسین ضیا هم د لغمان ولایت د امنیتي حالاتو د ارزولو په موخه تېره شپه دغه ولایت ته سفر وکړ، ډېر ژر به حالاتو کې د پام وړ بدلون راشي."

دفاع وزارت وايي عملیات یې هغو سیمو کې چې طالبانو نفوس کړی پراخ شوي

د ښاغلي امان په خبره، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دوی له خوا شااوخوا ۹۰ طالب جنګیالي وژل شوي او شااوخوا ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې وژل شوي طالبان په بغلان، میدان وردګ، لوګر، زابل، هرات، فراه، فاریاب، جوزجان، هلمند، تخار او کابل کې دي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د تازه ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه نور: دفاع وزارت: له لاسه وتلي ولسوالیو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي؛ له دقته کار اخلو

د جمعې په ورځ د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالي، شااوخوا لس ورځې مخکې د دغه ولایت نرخ ولسوالي او د تېرې پنجشنبې په ورځ د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې دي.

دغه شان مخکې د طالبانو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې وه، خو د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو، د څرخ ولسوالۍ کارکوونکي یې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب لپاره بل ځای ته انتقال کړي .

په دې اړه هم ازادي راډیو له دفاع وزارته پوښتلي خو تر اوسه یې معلومات نه دي شریک کړي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت هم د جګړې او تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار کوي وايي، روان وضعیت د منلو نه دی او د کابو کولو لپاره یې باید د خبرو لاره غوره شي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري نن یکشنبه (د غبرګولي ۲مه) ازادي راډيو ته وویل، په پام کې ده چې ډیر ژر د افغان مرکچي پلاوی یو شمېر غړي د خبرو په موخه دوحې ته ستانه شي.

نوموړې وویل: " یوازینې د حل لاره د سولې خبرې دي او موږ دا مساله باید د خبرو له لارې حل کړو، ډېر ژر به د سولې مرکچي پلاوی بېرته دوحې ته ولاړ شي او هلته به د سولې خبري پیل کړي، څو یوې مناسبې حل لارې ته ورسیږو."

اغلې انوري وايي، اوس چې د سولې لپاره دروازې پرانیستي دي، باید ګټه ترې واخېستل شي.

په افغانستان جګړې یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو تر دې اعلان زور واخېست چې ځواکونه به یې د روان زېږدیز کال د سېپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

دا بهیر د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی، خو طبانو ویلي چې دا د دوحې له هوکړې د امریکا سرغړونه ده.