پاکستان وايي، اقتصاد یې ۴ سلنه وده کړې ده

ارشیف، پاکستانۍ روپۍ له ډالرو سره

پاکستان ویلي، د دوی اقتصادي وده سږ مالي کال کې چې جون میاشت کې پای ته رسېږي، نژدې څلور فیصده ده.

دا اقتصادي وده پاکستان ته د پيسو نړیوال صندق او نړیوال بانک د اټکل شوې ودې کابو دوه برابره ده.

د پاکستان د پلان وزارت پرون جمعه (د غويي ۳۱مه) وویل چې د هېواد اقتصادي وده به یې سږکال ۳ اعشاریه ۹۴ فیصده وي.

د دغه وزارت په خبره دغلته د اقتصادي ودې لاملونه د کرنې، صنعت او خدماتي سکټورونو په برخه کې رامنځته شوي مثبت بدلونونه دی.

پاکستان د کرنې په سکټور کې د دوه اعشاریه ۷۷ فیصده، صنعت کې د درې اعشاریه ۵۷ فیصده او خدماتي سکټور کې د څلور اعشاریه ۴۳ فیصده ودې خبر ورکړی دی.

د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر ویلي، د اقتصادي ودې د زیاتوالي خبر ځکه ورته خوښونکی دی چې د دغه هېواد اقتصاد د کرونا وبا له کبله له ننګونو سره مخ و.

پاکستان کې تېر کال اقتصادي وده منفي صفر اعشاریه ۳۸ وه چې اوس چارواکو هغه ارقام هم منفي صفر اعشاریه ۴۷ اعلان کړي دي.

د پاکستان د پلان وزیر اسد عمر

پاکستان کې اقتصادي وده سږمالي کال داسې مهال نژدې څلور فیصده راپور شوې چې د پیسو نړیوال صندق دغه وده یو اعشاریه درې فیصده او نړیوال بانک یو اعشاریه پنځه فیصده اټکل کړې وه.

د پاکستان د پلان وزیر ویلي، د اقتصادي ودې د زیاتوالي له کبله د سړي سر کلنی عاید له ۱۳۶۱ ډالرو نه ۱۵۴۳ ډالرو ته پورته شوی چې د تېرکال پرتله نژدې دیارلس نیم فیصده زیاتوالی ښيي.

د پيسو نړیوال صندق راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره د پاکستان اقتصادي وده ۴ فیصده اټکل کړې ده.