د ایران پر اټمي تړون د ویانا په پرونیو (چهارشنبه-د غويي ۲۹مه) خبرو کې د پرمختګ خبر ورکول شوی دی.
دیپلوماتان وایي، ښایې دا تړون بېرته را ژوندی او واشنګټن به احتمالاً بېرته تړون ته راوګرځي.
امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د ایران له اټمي تړونه وتلې او هغه یې نیمګړی بللی وو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل چې په ویانا کې د دې تړون د غړو هېوادونو ترمنځ خبرو د پام وړ پرمختګ درلود او هیله یې وښوده چې ډېر ژر به په دې اړه یوه پرېکړه وشي.
هغه وویل چې هدف دا دی د راتلونکو دوو اونیو په خبرو کې یوه نتیجه ترلاسه شي او تړون ته د امریکا د بېرته راتګ لپاره شرایط مساعد شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر جزییات ورنه کړل چې په کومو برخو کې پرمختګونه شوي دي؟
د اروپایي ټولنې یوه چارواکي انریک مورا چې په دې خبرو کې یې برخه درلوده وویل، دی ډاډه دی چې په دې اړه به یو توافق ترلاسه شي، ځکه دا مذاکرات د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول.
په دغو خبرو کې د روسیې استازي میخاییل اولیانوف پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې یو توافق پر لاره دی او هیله یې وښوده چې راتلونکې اوونۍ به د مذاکراتو وروستی پړاو وي.
The 4th round of the Vienna talks is over. The #JCPOA participants at their meeting today noted that “good”or “significant” progress was made and that an agreement is “within reach”. The Joint Commission will resume its work early next week. Hopefully the 5th round will be final. pic.twitter.com/4aVStIIm8Z
— Mikhail Ulyanov (@Amb_Ulyanov) May 19, 2021
په دې خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو استازی ګډون نه لري، خو یوه امریکایي پلاوي ویانا ته تګ راتګ کاوه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي د چهارشنبې (د غويي ۲۹مه) د ورځې خبرو په درشل کې ویلي و چې ښه پرمختګونه شوي، خو څو اساسي مسالې لا ډېرې ارزونې ته اړتیا لري.
په ویانا کې د دغو خبرو تمرکز تر ډېره پردې دی چې د امریکا د پخوانۍ ادارې له خوا پر ایران د لګول شوېو بندیزونو د لېرې کولو لپاره یوه حل لاره پیدا شي او ایران وهڅول شي چې بېرته خپلو ژمنو ته راوګرځي.
ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال په دې تړون کې چې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره یې لاسلیک کړی و، پر تهران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کېدو په شرط منلې وه چې خپل اټمي پروګرام محدود کړي.
وروسته له هغه چې د امریکا پخواني ولسمشر له دې تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ، ایران په غبرګون کې په لوړه سطح د یورانیمو بډاینې ته مخه کړه او تر هغه اندازې یې ډېر زېرمه کړل چې په تړون کې موافقه ورباندې شوې وه.
تهران د دې تړون د نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو لکه، چین، فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني وغوښتل چې پر دوی اقتصادي بندیزونه کم کړي.
د دې تړون د لاسلیک هدف دا وو چې ایران اټمي وسله جوړه نه کړي، خو تهران تل ټینګار کړی چې اټمي پروګرام یې د سوله ییزو اهدافو لپاره دی.
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي چې غواړي بېرته له دغه تړون سره یوځای شي، خو وایي تهران هم باید بېرته پرخپلو ژمنو عمل وکړي.