کابل ښاروالۍ: پلیو لارو کې د دکاندارانو ایښودل شوي مالونه ضبط او پر بې‌وزلو وېشو

د کابل ښاروالۍ خبرتیا

کابل چې د رسمي شمېرو له مخې د شااوخوا څلور نیم ملیونه اوسېدونکو په درلودلو سره یو ګڼ مېشتی ښار دی په‌کې ډېرو داسې ودانیو چې د ښاري پلان له مخې نه‌دي جوړې شوي ښاري نظم او د وګړو کنټرول له ستونزو سره مخ کړی دی.

تازه کابل ښاروالۍ پرېکړه کړې چې په دې ښار کې د ښاري نظم د راوستو په هدف د هغه پلورونکو مالونه ضبط کړي چې په پلیو لارو او دغه‌شان د سړک په سر د پلور لپاره ایښودل شوي وي.

کابل ښاروالۍ ویلي چې دغه توکي به له ضبط وروسته په بې‌وزله او اړو خلکو وېشل کېږي.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي کوم پلورونکي چې پلې لارې بندوي او په ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل ګرځي یوه اوونۍ وخت لري چې دا چاره ودروي که نه نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.

دا وايي هغه تأسیسات چې په غیر قانوني ډول جوړ شوي او له امله‌يې لارې بندې شوي هم سرغړونه بلل کېږي.

اغلې رسا زیاته کړه: "داسې دکانداران شته چې خپل ډېر مالونه‌يې له دکانه بهر ایښي دي، دغه‌شان هغه قصابي چې له دکانه بهر يې غوښه راځړولې وي یا هم د دکان مخته څاروي حلالوي، دا شان کسانو ته کابل ښاروالۍ وغوښتل چې د سزا ورکولو اقدام وکړي، دوی ته مو خبرداری ورکړ چې نور باید دا کار ونه‌کړي، لنډه موده دوه، درې یا یوه اوونۍ دوی ته وخت ورکړل شو چې دا چاره بس کړي، کنه په وړاندې يې اقدام کېږي، مالونه‌يې ضبط کېږي او په بې‌وزله او اړمنو خلکو به ووېشل شي."

کابل کې د قصابۍ یو دکان او هوټل چې غوښې یې له دکانه بهر ځړولې دي

اغلې رسا وايي، د هغه موټر چلوونکو پر وړاندې چې د سړکونو په سر سپرلۍ پورته کوي او په شنو سیمو کې د واټونو د سر د پلورونکو په وړاندې هم چې ګڼه ګوڼه‌يې جوړه کړې، اقدام کېږي.

خو د ښاروالۍ دا پرېکړه په کابل ښار کې د یو شمېر هټۍوالو له غبرګون سره مخ شوې ده.

د دې ښار یو پلورونکي احسان ازادي راډيو ته وویل: "دا چې یو پاک ښار ولرو دا ډېره ښه خبره ده، خو دا چې زموږ جنس واخیستل شي او کوم بل چا ته ورکړل شي دا تېروتنه ده، ښه لاره دا ده چې د قانون ماتوونکو په وړاندې جرمانې وټاکل شي، خو دا چې زموږ مال په نورو خلکو ووېشل شي دا د غلا یو ډول دی."

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا د کابل ښاروالۍ له دې پرېکړې خوښ دي.

د دې ښار دوه تنه اوسېدونکي امین او غوټۍ ازادي راډيو ته وویل: "دا یو ښه اقدام دی، دا پرېکړه کولای شي په کابل ښار کې نظم راولي، څنګه چې موږ ګورو په دې ښار کې ورځ تر بلې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي، خو نظم نه‌شته نو په دې ډول جدي کار سره کېدای شي نظم راشي."

"که ښاروالي په رښتیا هم دا کار وکړي، نو د خلکو له تود هرکلي سره به مخ شي، دا د ښار د پاکوالي لپاره یو مهم ګام دی او نېک اقدام دی."

کابل کې د مېوې یو دکان

له دې وړاندې هم کابل ښاروالۍ په دې ښار کې د ښاري نظم د راوستلو په هدف ځیني کارونه کړي، خو د خلکو په باور ډېر ګټور نه‌دي تمام شوي.

خو د دوی په خبره که دا ځل ښاروالۍ خپله دغه پرېکړه په جدیت عملي کړي، ښايي دا په افغانستان کې یو بې‌ساری اقدام وبلل شي چې د ښاري نظم د راوستلو په هدف ترسره کېږي.