چارواکي: د غزني قره‌باغ ولسوالۍ کې ۱۵ طالبان ووژل شول

ارشیف، غزني کې د افغان ځواکونو عملیات

چارواکي د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ۱۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده نن رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل چې پرون تر غرمې وروسته افغان ځواکونو په ابراهیم‌خېل کلي کې عملیات ترسره کړل.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "له ډلې یې ۱۵ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او دوه تنه‌یې ژوندي نیول شوي دي، په دغه عملیاتو کې د وسله‌والو یو شمېر وسلې، مهمات او وسایط هم له‌منځه وړل شوي، له نېکه مرغه چې په دغه عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه‌دی اوښتی."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.