د فاریاب وضعیت؛ مصالحې شورا: د والیانو ګمارنه کې باید د خلکو نظر پام کې ونیول شي

ارشیف، د دوستم پلویانو د نوي والي د ګمارلو په غبرګون کې مظاهره کړې

د ملي مصالحې عالي شورا په فاریاب کې روان وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

د دغې شورا په اعلامیه کې چې پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) ماښام خپره شوه، راغلي چې د لوړپوړو مسوولانو او والیانو په ګمارنه کې باید د خلکو ملاتړ او نظر په پام کې ونیول شي.

همدا تېره ورځ محمد داوود د فاریاب د نوي والي په توګه دنده پيل کړه، خو د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د اسلامي جنبش ګوند پلویانو د دغې ګمارنې پر ضد میمنه کې مظاهرې وکړې.

د مصالحې عالي شورا له دواړو لوریو غوښتي چې رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مهمند له دې وړاندې رسنیو ته ویلي و چې ستونزه هواره شوې او والي رسماً دنده پيل کړې ده.