پر غزې د اسرائیل د هوايي حملو په لړ کې پرون شنبه هغه دنګه ودانۍ ویجاړه شوه چې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس، الجزیرې او نورو رسنیو دفترونه پهکې وو.
اسرائیل د لبنان په سرحد کې، دغهراز د عرب او یهودو له خپلمنځي ناکراریو سره جوخت پرون د ورځې په لومړیو کې پر غزې تړانګې خپلې حملې لا سختې کړې.
بلخوا د فلسطین د حماس ډلې ملېشهوو هم د پنځمې شپې په مخه د اسرائیل پر لوري د راکټونو توغولو ته دوام ورکړ.
فلسطیني ډاکټران وايي، پر غزې په تازه هوايي حملو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزې یوه اوسېدونکي احمد یعقوبي پرون د یوې نړېدلې ودانۍ په ویجاړیو کې د پلټنې پر مهال روېټرز خبري اژانس ته وویل: "په دې ویجاړ شوي کور کې نږدې ۱۰ کسان چې اتهیې ماشومان، یوهیې مور او یو پلار و، اوسېدل. د ماشومانو عمرونه د ۸ او نهو کلونو ترمنځ وو. دا یوه پلان شوې او منظمه وژنه ده. دا جنایتکارانه عمل چې په هېڅ ډول نهشي توجیه کېدلای، نهمنونکی او غیر انساني کار دی."
فلسطین کې له اسرائیل په جګړه کې یوه ویجاړه شوې ودانۍ
د اسرائیل پوځ وايي، د افراطي وسلهوالو څو کیلومتره سمڅه، نور سنګرونه او د وسلو د تولید مرکزونهیې ویشتلي چې د راکټي حملو د هڅې مخهیې ونیول شي.
د اسرائیل په شمالي سرحد کې یوه ډله لبناني او فلسطیني اعتراض کوونکو سرحدي کټارې ویجاړې کړې او د لنډې شېبې لپاره اسرائیل ته ننوتل.
په لبنان کې ایران پلوه حزبالله ډلې ویلي چې یو غړی یې په روغتون کې مړ شوی دی.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې او محلي رسنیو ویلي، د لبنان دوه اعتراض کوونکي د اسرائیلي ځواکونو د ډزو په نتیجه کې مړه شوي دي.
په ختیځ بیتالمقدس کې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د کړکېچ تازه لړۍ وروسته له هغې پیل شوه چې د اسرائیل پولیسو په زاړه ښار کې له الاقصی جومات څخه چې مسلمانان او اسرائیلیانیې دواړه درناوی کوي، د فلسطینیانو د اخراج اقدام وکړ.
وروسته افراطي ډلې حماس چې پر غزې تړانګې واکمنه ده، الاقصی جومات ته څېرمه د فلسطینیانو په وړاندې د اسرائیل د پولیسو د چلند په عکسالعمل کې پر اسرائیل راکټي حملې پیل کړې.
د الاقصی جومات مخ ته د اسرائیلي پولیسو او اعتراض کوونکو اخوډب
د دې شخړې د مخنیوي لپاره تر اوسه د منځګړیتوب لپاره نړیوالو هڅو کومه نتیجه نهده ورکړې.
په پام کې ده نن یکشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزې تړانګه کې د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.
په همدې حال کې پرون د لندن په مرکزي برخه کې په زرګونه کسانو په یوه مظاهره کې د بریتانیا له حکومته غوښتنه وکړه چې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د روانې خونړۍ شخړې د ختمېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي.