سټار اېنډ سټرایپس: افغانستان کې د اختر اوربند " لنډه دمه" وه

ارشیف، د تېرکال د اوربند یو عکس

  • سټار اېنډ سټرایپس

له امریکا خپریدونکې سټار اېنډ سټرایپس ورځپاڼې افغانستان کې د اختر په اوربند یوه لیکنه کړې او لیکلي یې دي، دا اوربند یوه " لنډه دمه" وه.

ورځپاڼې د لوګر د یوه اوسیدونکي حسین قادري کیسه را اخیستې چې له دوو کلونو وروسته د همدې اوربند په وسیله توانیدلی پُل علم ته نژدې خپل کلي ته ولاړ شي.

قادري چې د لوګر د والي سلاکار هم دی ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو د اوربند پر مهال استراحت وکړ، لوژستیکي چارې یې ترسره کړې او ځان یې له اختر وروسته جګړې ته چمتو کړ.

ورځپاڼې لیکلي، که طالبان په قدرت کې شریک نه شي، خلک اندیښنه لري چې لوګر کې به د پښې ځای نور هم پراخ او بیا به په اسانه په کابل برید کولی شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، لوګر کې جګړې وروسته تر هغې زور اخیستی چې بهرنیو ځواکونو پُل علم ته نژدې د 'شنک' په نوم پوځي اډه تخلیه کړه.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او پر مهال یې د جګړې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله کې راغلي، افغان امنیتي ځواکونه او طالبان د امریکایي استخباراتو د معلوماتو پر اساس "یوې سختې جګړې" ته داسې مهال چمتوالی نیسي چې بهرني ځواکونه په وتلو دي.

ورځپاڼې کابل ته نژدې د طالبانو په تحرکاتو اندیښنه څرګنده کړې او لیکلي یې دي، دغو وسله والو د پلازمېنې په څنګ لوري ولایت میدان وردګو کې د نرخ ولسوالۍ کنټرول لا ساتلی دی.

یاده ولسوالۍ تېره اوونۍ د طالبانو لاسته ورغله او هغه مهال د میدان وردګو والي ازادي راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو له دننه طالبانو سره همکاري شوې وه.

  • د شپیګل مجله

د جرمني شپیګل مجلې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرکه خپره کړې چې ویلې یې دی، امریکا له افغانستانه د وتلو په برخه کې ستراتیژیکه پریکړه کړې او ده هېڅکله د دغو ځواکونو د وتلو مخالفت نه دی کړی.

ښاغلي غني شپیګل ته ویلي، حکومت به یې د طالبانو د بریدونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي او په خبره یې د افغانستان ځواکونو د طالبانو د بریدونو له لومړۍ څپې سره په موثره توګه مبارزه وکړه.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو په اړه ولسمشر دې جرمنۍ مجلې ته ویلي چې طالبان د پاکستان له دولت سره ژورې اړیکې لري، هلته پریکړې کوي او له هماغه ځایه تجهیزېږي.