د اسرایلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ بېګا د جګړې پنځمه شپه وه. د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، د شپې پرمهال د غزې په شمال کې د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي.
پرون هم فلسطیني چارواکو وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییلي پولیسو او فلسطیني مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب کې ۱۱ تنه وژل شوي او پنځوس نور په ربړۍ او اور غورځونکو ګولیو ټپيان شوي دي.
د شپې په اوږدو کې د اسراییل په دوو لویو جنوبي ښارونو کې د خطر زنګونه وهل کېدل او د حماس له خوا د توغندیو د ویشتلو خبرداری یې ورکاوه.
د مې له لسمې راهیسې تراوسه په غزه کې ۱۳۲ تنه وژل شوي چې ۳۲ ماشومان او ۲۱ مېرمنې په کې دي.
د اسراییلي پولیسو او فلسطیني مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب کې ۱۱ تنه وژل شوي
فلسطیني رسنیو ویلي، دغو جګړو کې ۹۵۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
د اسراییل لوري ته یوازې د ۸ کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
پرون د اسراییل په پراخو هوایي بریدونو کې هغه تونل ویجاړ شوی چې د اسراییلي چارواکو په خبره حماس ډلې په کې تګ را تګ درلود او توغندي یې لېږدول.
د اسراییل په شمالي پوله کې سرتیري هغه مهال ډزو ته اړ شول چې د لبناني او فلسطیني مظاهره کوونکو یوې ډلې د سرحد کټاره ماته کړه او د لنډې مودې لپاره د اسراییل خاورې ته ننوتل.
ایران پلوه حزب الله ډلې ویلي، د دوی یوه غړي په روغتون کې سا ورکړې ده.
د اسراییلي ځواکونو د دغو ډزو له کبله یو ټپي شوي لبنانی هم مړ شوی دی.
د ګاونډي سوریې له خوا هم د اسراییلو پر لور درې توغندي ویشتل شوي دي، خو دا بېرته د سوریې په خاوره او یا هم شاړو ځمکو کې لګیدلي دي.
سملاسي نه ده تایید شوې چې دا توغندي چا توغولي دي؟
په ختیځ بیت المقدس کې دا شخړې د اقصا جومات پرسر او دغلته په احتمالي ډول د فلسطینیانو د تخلیې پر سر پيل شوي دي.
د اسراییل او فلسطین ترمنځ د ارامۍ نړیوالې هڅې تراوسه په ظاهره بریالۍ نه بریښي.
د امریکا یو لوړپوړی ډیپلومات تل ابیب ته رسیدلی چې له اسراییلي او فلسطیني چارواکو سره وګوري.
واشنګټن او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه هڅه کوي د دوو هېوادونو ترمنځ دا جګړه چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې، و دروي.