يو امریکايي چارواکی: اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه منل شوي

د ايران د اټمي پروګرام په اړه په ويانا کې مذاکرات

د امریکا حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته د بېرته ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه ومنل.

دې چارواکي چې غواړي هویت‌یې پټ پاتې شي له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د خبرو د څلورم پړاو د پیل په درشل کې پرون له رسنیو سره په ټيليفوني خبري کنفرانس کې وویل چې تهران دې د نورو لویو امتیازونو تمه نه‌کوي. هغه زیاته کړه چې وروسته له دې د خبرو بریا او ناکامي په ایران پورې تړلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دا روښانه نه‌ده چې ایا ایران د نړۍ له شپږو پیاوړو قدرتونو-امریکا، بريتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني سره د ۲۰۱۵ کال د موافقې د شرایطو د منلو پرېکړې ته چمتو کېږي که نه.

بلېنکن له «NBC» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، د ایران هغه اقدامات لاهم دوام لري چې د دوی د پروګرام د خطرناکو برخو د بیا پیل امکان برابروي او دا د بلېنکن په وینا هغه څه دي چې د اټمي موافقې له مخې بند شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

له ایران سره د اټمي موافقې په اړه خبرې چې په ویانا کې پیل شوې دي تر ډېره پر دې متمرکزې دي چې واشنګټن ته پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو د لارې نقشه برابره کړي او ایران دې ته هڅوي چې د اصلي موافقې په اساس خپل اټمي پروګرام محدود کړي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي چې په دې خبرو کې د خپل هېواد د مرکچي پلاوي مشري کوي د مې په لومړۍ نېټه د مذاکراتو د درېیم پړاو په پای کې وویل، تهران پر خپله دې غوښتنه اوس هم ولاړ دی چې متحده ایالات باید د بانکونو او د تېلو په ګډون د ایران پر بېلابېلو سکټورونو او همداراز پر ځینو افرادو او مؤسسو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.

عراقچي زیاته کړه چې په مذاکراتو کې له اختلافونو سره سره یو لړ پرمختګونه هم شته، خو د فرانسې، بریتانیا او جرمني ډیپلوماتانو ویلي دي چې دا مذاکرات ډېر سوکه پر مخ ځي.

د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي پروګرام په اړه د مرکچي پلاوي مشر عباس عراقچي

د ویانا په خبرو کې پر دې درېیو هېوادونو سربېره د چین او روسیې استازي هم برخه لري، خو د امریکا استازی ګډون نه په‌کې لري ځکه چې دا هېواد له دې موافقې وتلی دی.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي موافقې د واشنګټن وتل اعلان کړل او پر تهران‌یې نور اضافي بندیزونه ولګول او ایران هم په ځواب کې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د خپلو اټمي فعالیتونو په پراخولو سره د دې موافقې له ډېرو شرایطو څخه سرغړونې کړې دي.