د بن لادن له وژنې لس کلونه وروسته

Your browser doesn’t support HTML5

د االقاعده شبکې مشر اسامه بن لادن لس کاله مخکې د مې د میاشتې په دویېمه نېټه پاکستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د شکیل افریدي په نوم هغه ډاکټر چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن د استوګنې د ځای په موندلو کې له امریکا سره مرسته کړې وه، تر اوسه هم زنداني دی. د ډاکټر افریدي وکیل د امریکا له متحدو ایالتونو غواړي چې د پاکستان له زندان څخه د نوموړي په خوشې کیدو کې مرسته وکړي. نور په دې راپور کې وګورئ.