د کابل شمال کې اورلګېدو ۷ تنه وژلي او سلګونه موټر سوځېدلي

د کابل شمال په ۱۷مه حوزه کې د تېرې شپې د اورلګېدنې سیمه

د کابل شمال په ۱۷مه حوزه کې د تېرې شپې د اورلګېدنې له کبله ۷ تنه مړه شوي او لږترلږه ۱۰۰ موټر سوځېدلي دي.

اور تېره شپه نږدې ۹ بجې د تېلو په یوه ډک ټانکر کې ولګېد او ۱۴ تنه نور یې ټپيان کړي، خو دا لا معلومه نه‌ده چې د اورلګېدو لامل څه دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د معلومولو لپاره‌یې څېړنې پیل کړې دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۲» رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "د اورلګېدو د علت معلومېدو پر موضوع کار کوو. لومړني معلومات دا دي چې لومړی اور د تېلو په یوه ټانکر موټر کې لګېدلی او وروسته نورو ته غځېدلی دی. د جزئیاتو په معلومېدو سره به نور معلومات تاسې سره شریک شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د سوځېدلو موټرو او مالي زیان په اړه‌یې سیمې ته د یوه پلاوي له لېږلو او د څېړنو له پیل خبر ورکوي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې اورلګېدنه کې لږترلږه ۱۰۰ موتر سوځېدلي دي.

د دې خونې د عامل پلاوي رئیس توکل احمدیار نن رسنیو ته وویل، په سوځېدلو موټرو کې په تېلو، خوراکي او نورو توکو بار وسایط شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزی پر حکومت نیوکه کوي چې په وروستیو کې د مخ پر زیاتېدونکو دا ډول پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی الکوزی زیاتوي: "زرګونه موتر سوځي او ملیونونه روپۍ حیف‌ومیل کېږي، خو له امنیتي پلوه څوک سوداګر ته ځواب هم نه‌وايي چې دا بې‌پروايي وه، یا دښمن و، یا داخلي اختلاف و، یا مو مال خراب و، یا مو خپله ستونزه وه. که موږ ستونزه لرو، موږ زنداني کړئ، که سوداګر درلوده، که نه، باید مسؤل‌یې پیدا شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي وايي، د اورلګېدنې له کبله‌یې مالي زیان لېدلی او ډېریو خپل کورونه پرېښي دي.

"زما نوم محمد اغا ناصري دی. ټانکرونه د خلکو پر کورونو وغورځېدل، د خلکو کورونه‌یې ویجاړ کړل."

"زما نوم میاګل دی. خلک ډېر اغېزمن شوي دي. باید مرسته ورسره وشي."

دا په تېرو دوو میاشتو کې د هرات او فراه په ګډون پر تېلو او خوراکي موادو د بار موټرو په کاروانونو کې څلورمه اورلګېدنه ده چې له کبله‌یې سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

که څه هم له دې وړاندې په هرات او فراه کې د اورلګېدنو له کبله د څېړنو او سیمې ته د پلاویو له لېږلو وویل شول، خو جزئیات‌یې شریک نه‌شول.

د هرات اسلام قلعه بندر کې اورلګېدنه

سوداګر هم له دې امله نیوکه کوي او وايي، حکومت باید د دې ډول پېښو د مخنیوي سربېره د ملامت او سلامت موضوع روښانه کړي.