د افغانستان دفاع وزارت وايي چې بهرنیو ځواکونو د امریکا د ولسمشر جوبایډن د اعلان پربنسټ د مې میاشتې په لومړۍ ورځ له افغانستانه د وتلو کار پيل کړ.
د دغه وزارت سرپرست یاسین ضیا د شنبې (د غويي ۱۱مه) په ورځ د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې ممکن بهرنیان سبا په هلمند کې د شورابک اډه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري.
ښاغلي ضیا په دې اړه وویل: "د بهرني ځواکونو د وتلو کار عملاً پیل شوی، ممکن د اوونۍ تر پایه سیمې راته تسلیم کړي، البته ناټو او امریکايي ځواکونه، موږ د ساحاتو د تسلیمۍ په حال کې یو، یو په بل پسې ساحات تخلیه کوي، اصلي اډې یعنې بګرام کې راټول شوي او له هغه وروسته خپلو هېوادونو ته ستنېږي."
د افغانستان دفاع وزارت سرپرست یاسین ضیا
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یاده ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو له تېر یوه کال راهیسې د بهرنیو ځواکونو د ځینو اډو ساتنه کوله وویل، د دې موضوع په اړه اطلاع نه لري.
په دې اړه نور: د افغانستان دفاع وزارت: د بهرنیو ځواکونو وتل عملاً پیل شويخو زیاته یې کړه، که دا خبره رښتیا وي، نو طالبان قدرت غوښتونکي دي، ممکن دغه کار یې کړی وي.
له دې وړاندې رویټرز اژانس د دې امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې پټې هوکړې پر بنسټ، دغې ډلې په تېر یوه کال کې د امریکايي ځواکونو له اډې ستانه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په لیکلي پيغام کې ویلي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ باید بهرني ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو دا چې دا بهیر وروسته شو له شوې هوکړې ښکاره سرغړونه ده.
ښاغلي نعلیم لیکلي، دغه سرغړونه په اوصولو کې به پر امریکا د طالبانو هر اقدام ته لاره خلاصه کړي، خو د نوموړي په خبره دوی دې برخه کې د رهبرۍ لارښونې ته منتظر دي، هغه لارښونې ته چې د هېواد ملي ګټې په کې نغښتې وي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ د مطالعاتو رئیس تمیم عاصي وايي، ښکاري داسې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له بهیر سره په افغانستان کې ښایي جګړې تېزې شي.
د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ د مطالعاتو رئیس تمیم عاصي
ښاغلي عاصي زیاته کړه: "موږ داسې لاسوندونه وینو چې طالبان او افغان دولت د جګړې فصل لپاره زور ازمویلو ته چمتوالی نیسي چې له بده مرغه د وینو توېدو لامل به شي، سوله به شاته ولوېږي او جګړه به د سیاست او ستراتیژي د عنوان په اصل دواړو لورو ته باقي پاتې شي."
په ورته وخت کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره القاعده شبکې ګواښ کړی چې د امریکایانو پر وړاندې به جګړې ته دوام ورکړي.
په دې اړه نور: د اُسامه د وژلو لس کاله پوره شول؛ القاعدې امریکا ته نوي ګواښونه کړيله بلې خوا، تېره ورځ امریکا، روسې، چین او پاکستان (ترویکا) ناسته چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم په کې ګډون کړی وو، جوړه شوه.
له ناستې وروسته د دغو څلورو هېوادونو ځانګړیو استازو په یوه خوله له افغان حکومت او طالبانو د سولې غوښتنه وکړه.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، پر طالبانو د ملګرو ملتونو سازمان له لوري په وضع شوېو بندیزونو باندې به غور کوي.
په اعلامیه کې همدا شان د ترکیې د ناستې بهیر په چټکتیا ټینګار شوی او د سولې مذاکراتو له دواړو اړخونو غوښتل شوي، سیاسي جوړ جاړي او پراخ او تل پاتې اوربند لورته دې ګامونه واخلي.