د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ نښتې؛ ۱۳ قرغزي وژل شوي او ۹ تاجکستاني ټپیان دي

تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پوله

د منځنۍ اسیا د دوو هېوادونو تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر یوه لانجمنه سرحدي سیمه نښته د اوربند تر ټینګښت مخکې پیل شوه.

د قرغزستان د روغتیا وزارت نن جمعه (د غويي ۱۰مه) ویلي، دې نښته کې چې د دواړو لورو له خوا د ډبرو له وارولو وروسته پيل شوه، د دوی اړخ ته ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۳۴ نور ټپيان دي.

دغلته وضعیت په بېړه کړکېچن شو او د قرغزستان د جنوب لویدیځې باتکین سیمې په لیلیک ( Leylek ) ولسوالۍ کې د دواړو لوریو سرتیرو یو پر بل ډزې وکړې.

په دې اړه نور: د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر پوله نښتې؛ ۱۳ تنه وژل شوي

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته (د اپریل په ۲۹مه) د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې پر اوربند موافقې ته رسیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې دوی به رامنځته شوې لانجه د ډيپلوماسۍ له لارې هواره کړي او خپل ځواکونه به بېرته له سیمې په شا کوي.

د قرغزستان د باتکین سیمې چارواکو ویلي، سرحد ته نژدې له پرتو کلېو ۱۳ نیم زره قرغزیان تخلیه شوي دي.

د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پر پولې روان سرتیري

د قرغزستان پولیس د تاجکستان وګړي د وضعیت په خرابوالي ملامتوي او وایي، لومړی تاجکستاني لوري په کوکتاش کلي کې د دوی د اردو په یوه ډله ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې د تاجکستان له لوري د قرغزستان اکسای کلي ته نږدې هم ډزې شوي.

د تاجکستان د سرحدي ګارډ ځواکونو د قرغزستان ادعا رد کړې.

تاجکستاني چارواکو ویلي، لومړی د قرغزستان پوځیانو د تاجکستان پر پوله ساتو ځواکونو په ګالاونای سیمه کې ډزې وکړې.

په دې اړه نور: د تاجکستان او قرغزستان پر پوله نښتو کې ۳ تنه وژل شوي

تاجکستان چې پر معلوماتو کلک کنټرول لري ځان خوا ته پر اوښتې مرګ ژوبلې پټه خوله دی، خو دومره یې ویلي چې د دوی نهه تنه ژوبل شوي چې دوه وګړي یې په ډزو او ۷ نور یې د نښتې پرمهال ټپیان شوي دي.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو وروسته د منځنۍ اسیا ګڼې سرحدي سیمې لانجمنې پاتې دي.

دغو سیمو کې څو ځله داسې نښتې شوي چې ځینې یې مرګونې هم وې.