'کندهارۍ خزانې بنسټ' کونډو او کډوالو مېرمنو ته کاري زمینه برابره کړې

ارشیف

په کندهار کې د کندهارۍ خزانې په نوم د مېرمنو د لاسي صنایعو یوه بنسټ لسګونه بې وزلو ښځو ته د کار او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې، دې بنسټ کې ۱۶ مېرمنې د جامو ګنډلو زده کړې کوي.

په دې بنسټ کې ۳۷ کلنه کونډه فېروزه هم زده کوونکې ده، له نوموړې جګړې خاوند اخیستې او له پنجوايي ولسوالۍ یې کډوالۍ ته هم اړ ایستې ده.

دا مېرمن چې د شپږو اولادونو مور ده د کور سرپرستي هم ور له غاړې ده.

فیروزه وايي: "کندهار ښار ته د راستنېدو دوه میاشتې وروسته په کندهارۍ خزانه کې د خیاطۍ د زده کړې کورس مې پیل کړ، پخوا مې د خلکو په کورونو کې کوربچې او تیلتکان جوړول، خو اوس د حرفوي زده کړو دې مرکز کې نه یوازې خیاطي زده کوم بلکې د میاشتې شپږ زره افغانۍ هم راکوي."

دا یوازې فیروزه نه ده کونډه راحله هم دده سره یوځای په دې بنسټ کې زده کړې کوي.

ارشیف

راحله هم د فیروزې په برخلیک اخته ده، په کرايي کور کې ژوند کوي، نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "هیله لرم د حرفوي زده کړو د دې کورس څخه تر فراغت وروسته، په خپل کور کې کالي وګنډم او په بازار کې یې وپلورم، څو خپلې اړتیاوې پوره کړم.دلته هم کار زده کوو او هم ۶۰۰۰ تنخوا راکوي."

د کندهارۍ خزانې په نوم د مېرمنو د لاسي صنایعو دې مرکز کې دا حرفوي کورسونه د تېرو اوو میاشتو راهیسې فعالیت لري چې کونډو، بې بزاعته او بې ځایه شوېو مېرمنو ته د خیاطۍ،خامک دوزۍ او ارایشګرۍ زده کړې ورکوي.

د دغه مرکز مسؤل صفي الله وايي، تر اوسه ۱۸۰ مېرمنو ته په یادو برخو کې زده کړې ورکول شوي چې له دې ډلې ۹۰ تنې د خیاطۍ له کورسه فارغې شوي دي.

دی زیاتوي: "د خیاطۍ او د ارایشګا برخه کې موږ ۱۸۰ فارغین لرو، د اوس لپاره یوازې د خیاطۍ برخه کې زموږ کار روان دی، د دې دورې اوس درې میاشتې پوره کېږي او یوه میاشت نوره هم پاتې ده، ممکن نور شاګردان هم زیات کړو، زموږ درې برخې دي، خامک دوزي، ارایشګا او خیاطي. په خامک کې نورې برخې هم شته چې په هغه کې ګلدوزي، مری او د هندارو کار دی."

صفي الله وايي، هڅه یې دا ده چې د حرفوي زده کړو دې مرکز کې د ګډون لومړیتوب د جګړو له امله بې ځايه شوېو مېرمنو ته ورکړي، څو هغوی وکولای شي لومړی کار زده کړي او وروسته د جوړو شوېو لاسي صنایعو په پلور کې ورسره مرسته وکړي او په دې توګه دغه مېرمنې په دې ستونزمنو حالاتو کې د خپل ژوند اقتصادي حالت سم کړي.

ارشیف

دی وړاندې وايي: "زموږ سره تقریباً ډېری دا بې ځايه شوي مېرمنې دي، دوی دلته د ارایشګرۍ کار زده کوي بیا بېرته ځي بازار ته هلته خپله خواري کوي او خیاطي هم همدغسې ده، زموږ هدف همدا دی چې بې ځایه شوي کډوال په خپلو پښو ودروو او وروسته په خپلو کورونو کې هم همدا کار وکولی شي او خپلې اړتیاوې پوره کړي، موږ کابل کې یو دوکان پرانیزو ممکن هلته یو څه سوداوې ولرو، که هغه یو څه پرمختګ وکړ نو شاګردان به نور هم زیات کړو."

کندهارۍ خزانه په کندهار کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د ودې یوازنی مرکز دی چې په وروستیو کلونو کې یې د مېرمنو د لاسي صنایعو د بازار د نشتوالي له خاطره فعالیت محدود شوي وو.

یو شمېر هغه مېرمنې چې د حرفوي زده کړو هیله لري وايي، د دغه مرکز په دوامداره فعالیت سره به د فېروزې او راحلې په ډول د حرفوي زده کړو برخه کې د دوی هیله هم پوره شي او وکولی شي د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتياوې پوره کړي.