روغتیا سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی او د کرونا د چټک خپرېدو مخه دې ونیول شي

Your browser doesn’t support HTML5

هند کې د کرونا ویروس څونامي

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په هند کې د کرونا د مثبتو مواردو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې او دا حالت یې بوږنوونکی بللی دی.

ټېډروس ادهانوم ګیبرېیسوس پرون دوشنبه (د غويي ۶مه) وویل چې 'WHO ' هند ته د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره تجهیزات استولي، څو د دې وبا د چټک سرایت مخه ونیسي.

ګېبرېیسوس وویل چې دې ادارې په هند کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له دوو زرو زیات کسان په دندو ګومارلي دي او همدا راز سیار ساحوي روغتونونه او د لابراتوارونو تجهیزات یې دې هېواد ته استولي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم

هند ته د کرونا د خپرېدو په لومړیو کې د دغې وبا د مخنیوي مدیریت کې د یوه بریالي هېواد په توګه کتل کېدل، خو دغه ویروس په وروستیو کې د دې هېواد په وګړو کې چې شمېر یې نژدې ۱۴ سوه میلیونه دی، په چټکۍ سرایت کړی چې له امله یې روغتیایي سیسټم له سقوط سره مخامخ دی. روغتونونه د بسترونو او د اکسیجن د کمي له امله د کووېډـ ۱۹ ناروغان نه مني.

په دې اړه نور: د روغتیا نړیوال سازمان: هند کې حالت بوږنونکی دی

هند له دغه وضعیت سره چې نن د پرله پسې شپږمې ورځې لپاره په دې هېواد کې د کرونا د نویو ناروغانو شمېر له درې لکو زیات ثبت شوی، د مبارزې لپاره له وسله والو ځواکونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

هندي چارواکو دغه راز د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۷۷۱ کسانو د مړینې خبر ورکړ.

د بریتانیا، جرمني او متحدو ایالاتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو هم له هند سره د روغتیا د عاجلو مرستو ژمنې کړي دي.

هند کې کې د کرونا د نویو ناروغانو شمېر له درې لکو زیات ثبت شوی

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ګیبرېیسوس وویل، په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدل به لاچټک شي او زیاته یې کړه چې په ټوله نړۍ کې د پرله پسې نهمې اوونۍ لپاره د کرونا ویروس نوې پېښې په زیاتیدو دي.

د هغه په وینا د دغه ویروس له امله د مړینو شمېر هم د پرله پسې شپږو اونیو په ترڅ کې مخ په زیاتیدو دی.

ښاغلي ګیبرېیسوس وویل، په نړۍ کې تېره اوونۍ د کووېډ -۱۹ دومره موارده ثبت شوي چې اندازه یې د دغې ناروغۍ د خپرېدو له لومړیو پنځو میاشتو سره برابره ده.