د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم ترسره شول

د اوسکار جایزې یو شمېر ګټونکي

د هالیووډ سینما د معتبره فلمي جایزو اوسکار مراسم بېګا ترسره شول.

انتوني هاپکنز د غوره فلمي لوبغاړي اوارډ وګاټه. دغه ۸۳ کلن فلمي لوبغاړي په پلار (The Father) فلم کې د لوبېدو په خاطر دا جایزه واخیسته. د فلم داستان په دې څرخي چې څنګه یو سړی د عمر په تېرېدو د خپلې لور له هر ډول مرستې ډډه کوي.

په ښځینه لوبغاړو کې بیا فرانسس مکدورماند د غوره لوبغاړې اوارډ وګاټه. هغې په نومادلند فلم کې اصلي رول لوبولی دی.

د دې فلم کیسه د هغې ښځې په ژوند څرخي چې د خاوند تر مړینې وروسته بې‌کوره او سرګردانه کېږي. د همدغه فلم ډایرکترې کلوی ژاو هم چې په خټه چینايۍ ده د غوره ډایرکترۍ اوارډ وګاټه.

د اوسکار معتبره فلمي اوارډونو مراسم بېګا په لاس انجلس کې وشول.