د جرمني دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شاملو د دې تړون د نورو متحدانو له پوځي پلان جوړوونکو سره خبرې روانې دي چې د جولای تر څلورمې پورې نړیوال ځواکونه له دې هېواده ووځي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې که پر دې موافقه وشي، نو به له ټاکلې نېټې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره ټاکل شوې، څه باندې دوه میاشتې مخکې د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه به د روان ۲۰۲۱ کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو د نېټې د اعلان پر مهال
د جرمني د دفاع وزارت ویاند ډېوېډ هیلمبولډ په برلین کې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د غوځ ملاتړ مأموریت په قوماندانۍ کې په دې اړه خبرې اترې روانې دي چې که د ځواکونو د وتلو بهیر رالنډ شي.
ښاغلي هیلمبولډ وویل، د ځواکونو د وتلو لپاره د جولای پرڅلورمې غورکیږي. د هغه په وینا په دې اړه یې د خپل هیواد پارلمان ته هم خبرورکړی دی.
د جرمني پارلمان څو میاشې مخکې په افغانستان کې د جرمني ځواکونو مأموریت یو کال نور تمدید کړی و.
ناټو د روانې میاشتې په پیل کې موافقه کړې وه چې له امریکایي ځواکونو پرته په افغانستان کې دېره شاوخوا اووه زره سرتېري به له افغانستانه وباسي، خو دقیقه نېټهیې نهوه ښودلې.
د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزارت غونډه
جرمني چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې شاوخوا ۱،۱۰۰ سرتېري لري، هیله څرګنده کړې چې د اګسټ میاشتې تر نیمایي پورې به خپل ټول ځواکونه له دې هېواده وباسي.
د جرمني د دفاع وزارت ویاند ښاغلي هیلمبولډ دغهراز وویل، متحدان پر دې غور کوي چې که ټول ځواکونه له وخته مخکې وباسي څه ستونزې به رامځنته او څه نتیجې به ولري.