د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ نورو سیمو ته لېږدېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې‌ویل، اوسنی وضعیت د ۲۰۰۱ کال وضعیت نه‌دی او له دې هېواده د ترهګرۍ ګواښ نورو سیمو ته لېږدېدلی دی.

بلېنکن دغه څرګندونې له اې‌بي‌سي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه وکړې او زیاته‌یې کړه چې القاعده په دې هېواد کې ډېره ځپل شوې او هغه وړتیا نوره نه‌لري چې په ۲۰۰۱ کال‌یې درلوده چې له دې هېواده پر متحده ایالاتو برید وکړي.

انتوني بلېنکن دغه‌راز وویل، متحده ایالات به بیا هم د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او دا امکانات به ولري چې له دې هېواده د ترهګرۍ د احتمالي ګواښ په وړاندې اقدام وکړي.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "موږ به امکانات ولرو چې وګورو ایا له افغانستانه بیا د ترهګرۍ ګواښ راټوکېدلی دی، موږ به دا وړتیا ولرو چې دا مسئله وخت په وخت وڅارو او هماغه وخت اقدام وکړو. موږ به خپل ځواکونه او امکانات ځای پر ځای کړو ترڅو د هر راټوکېدلي بالقوه ګواښ په وړاندې د خوندیتوب مسئله یقیني کړو."

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر مېشت امریکايي ځواکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې په دفاع دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې د امریکا د ولسمشر بایډن تر اعلان وروسته چې ویې‌ویل د سپټمبر تر ۱۱مې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د رئیس په ګډون د کانګرس یو شمېر غړو په دې اړه چې ښایي د افغانستان وضعیت لا خراب شي او بیا له هغه ځایه متحده ایالاتو ته ګواښ متوجې شي، اندېښنې څرګندې کړې دي.

ښاغلي بلېنکن دغه‌راز په دې برخه کې د طالبانو هغې ژمنې ته چې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره‌یې د تېر کال د دوحې په تړون کې کړې، هم اشاره وکړه او ویې‌ویل، طالبانو ژمنه کړې چې القاعده یا نورو ترورېستي ډلو ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر متحده ایالاتو بیا برید وکړي. هغه زیاته کړه موږ طالبان مسؤل بولو چې پر دغې ژمنې ودرېږي.

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک غونډه

بلېنکن یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې که غواړي په نړیواله کچه منزوي نه‌شي، نو په سیاسي پروسه کې دې ښکېل شي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو پر هڅو یې ډېره پانګونه د دې لپاره کړې چې ټول اړخونه یوه سیاسي جوړجاړي ته سره ورسېږي.

بلېنکن له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هغه اندېښنې چې ګواکې دا هېواد بیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل نه‌شي بې‌ځایه وبللې او ویې‌ویل: "په نهایت کې، دا د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده، که هغه طالبان وي یا بل څوک، یقیناً د افغانستان خلک خو نه‌غواړي چې دا هېواد یو ځل بیا په کورنۍ جګړه او اوږدو جګړو کې راګېر شي. که طالبان غواړي چې په یو ډول په حکومت کې شریک شي، که دا ډله غواړي چې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي او نه‌غواړي چې منزوي شي، نو باید په سیاسي پروسه کې ښکېله شي."

په عین حال کې افغان ولسمشر اشرف غني پرون یوې غونډې ته دا احتمال چې ګواکې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره د افغانستان دولت د ړنګېدو له خطر سره مخامخ دی، په کلکه رد کړ او ویې‌ویل: "موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوایي ځواکونه لرو، دوی ښه روزل شوي او په سیمه کې ساری نه‌لري او تر هغو پورې چې دغه ځواکونه وي، د افغانستان د دولت د ړنګېدو خطر نه‌شته."

په دې اړه نور: اشرف غني: د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي

ولسمشر غني چې له افغانستانه‌یې د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې درناوی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې به له امریکایي لوري سره همکاري وکړي، دغه‌راز ویلي چې له دوو کلونو راهیسې یې دې ورځې ته بشپړ چمتووالی نیولی او یو هر اړخیز پلان‌یې ورته چمتو کړی دی.