خبریاله انیسه شهید د بیان د ازادۍ د څېرې په نوم ونومول شوه

خبریاله انیسه شهید

د افغانستان د بیان ازادۍ کور د شنبې (د وري ۲۸مه) په ورځ انېسه شهید د ۱۴۰۰ کال د افغانستان د بیان د ازادي د څېرې په نوم نوموله.

اغلې شهید ته دغه جایزه د هغو خبریالانو د کورنیو له خوا ورکړل شوه چې دې وروستیو کې په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي ورور هم اغلې شهید ته په جایزه ورکوونکو کې شامل و.

دغې جایزې ته ۱۷۰۰ خبریالان نومول شوي وو چې په انلاین ډول ورته د دوی د خوښوونکو له خوا رایې ورکول کېدې چې د څو پړاونو تر بشپړېدو وروسته د طلوع نیوز خبریالې اغلې انیسه شهید په کې دا جایزه خپله کړه.

هلمند کې وژل شوی خبریال الیاس داعي

خو لسو غورو خبریالانو ته د ازادي راډیو وژل شوي خبریال الیاس داعي هم چې دې جایزې ته کاندید و، لاره پیدا کړې وه.

په دغه جایزه کې ۵۰۰۰ دالره هم شامل وو.

دا انتخابي بهیر د اوو ارزونکو له خوا چې د بیان د ازادۍ د کور له خوا انتخاب شوي وو څارل کېده.

د څارونکو په خبره دغې جایزې لپاره مسلکي توب، اغېزمن کار، مېړانه او له خبریالۍ سره وفاداري معیارونه ټاکل شوې وو.

د بیان د ازادۍ کور د یو شمېر خبریالانو او د مسوولینو د رسنیو له خوا جوړ شوی دی.

په دې اړه نور: کابل کې 'د افغانستان د بیان ازادۍ کور' په نوم یو بنسټ جوړ شو 

د دغه کور یو غړي او د شمشاد نیوز مسؤل، عابد احساس د یادې جایزې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دغه کور له خوا د بیان د ازادۍ د څېرې د انتخاب پروګرام ترسره شو چې انیسه شهید د کال د بیان د ازادۍ د غوره څېرې په توګه انتخاب شوه. دغه کور به د خبریالانو کور وي، د هغو خبریالانو چې عملاً په رسنیو کې کار کوي."

دغه بنسټ په همدغه ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سولې خبرو په پای ته رسېدو سره د بیان ازادۍ او خبریالانو د ژوند په خوندیتوب ټینګار وکړ.

د افغانستان د بیان ازادۍ د کور په خبرپاڼه کې راغلي چې رسنۍ باید د سولې خبرو اترو جزئیاتو ته لاس رسی ولري او ترڅنګ یې د رسنیو او مدني ټولنو استازي باید د سولې په مذاکراتو کې حضور ولري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د ډله ییزو رسنیو قانون او د بیان ازادۍ تضمین لپاره باید یو حقوقي چوکاټ رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزار سرپرست طاهر زهیر وویل چې بیان ازادي او رسنۍ د افغانو لپاره یو د پام وړ لاسته راوړنه شمېرل کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزار سرپرست طاهر زهیر

ښاغلي زهیر زیاته کړه: "دا یوه منل شوې لاسته راوړنه ده چې ټول ورباندې اجماع لري، په دې کې د بیان ازادي، د میډیا وده او د چاپي رسنیو پراختیا او نور شامل دي، دا د ملت - دولت او په افغانستان کې د هرچا لاسته راوړنه ده."

له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې 'نی' اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر بیا اندېښنه لري چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د جګړې دوام د رسنیو فعالیت له ستونزو سره مخ کړي: "که موږ د جګړې د دوام شاهدان ووسو د بیان ازادي، د خبریالانو او رسنیو ازادي له ستونزو سره مخ کېږي، هیله ده چې له ټولو ارزښتونو و د بیان د ازادۍ له ارزښت ملاتړ وشي."

د 'نی' اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په څو وروستیو میاشتو کې پر خبریالانو، د رسنیو پر کارکوونکو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي دي.

افغان حکومت طالبان د دغه بریدونو مسؤل ګڼي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دې بریدونو کې لاس نه لري.