د ایران د بهرنیو چارو وزیر: طالبان دې د ډموکراسۍ پر اساس خپل ځان بدل کړي

ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب وسله وال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبان باید د ډموکراسۍ پر اساس خپل ځان بدل کړي.

محمدجواد ظریف نن جمعه (د وري ۲۷مه) د ریزینا ډیالوګ په نوم په انلاین غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس جې' شنکر هم په کې حاضر وو همدا راز وویل، که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، نو دا امکان نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف

ښاغلي ظریف زیاته کړه: "که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ په یوه نوي افغانستان کې ژوند کوو."

په دې اړه نور: ظریف: که طالبان غواړي نوییمو کلونو ته ستانه شي، امکان نه لري

ښاغلي محب غونډې ته وویل، طالبان باید داسې ونه انګېري چې پر افغانانو به ځان تحمیل کړای شي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي 'جې شنکر' وویل چې د افغانستان د سولې په هڅو کې باید د سیمې هېوادونو ته هم ونډه ورکړل شي.

په دې اړه نور: د هند "ریزینا ډیالوګ" نن جمعه پر افغان سولې بحث کوي

ښاغلي ظریف هم څرګنده کړه چې ایران د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.

ریزینا ډیالوګ د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوښت له کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي مسایلو د دولتي چارواکو، سیاستوالو او شننونکو په ګډون بحثونه جوړوي.

د ملي امنیت شورا د بیان له مخې نننۍ غونډه د افغانستان د سولې پر خبرو، په دې پروسه کې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو د رول او له خپل هېواده د افغان ځواکونو د مستقلانه دفاع په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.