لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی

Your browser doesn’t support HTML5

په لاهور کې د یوه مذهبي مشر له نیول کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر لویو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې.

د پاکستان د لبیک تحریک فعالانو نن سې شنبه (د اپریل ۱۳) په لاهور، کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې واټونه بند کړل.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، په لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

پولیسو د پاکستان د لبیک تحریک مشر سعد رضوي پرون په لاهور کې ونیوه.

وروسته له دې چې د فرانسې حکومت تېر کال په چارلي هیدو مجله کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته د منسوب کاریکاتور د خپرېدا دفاع وکړه، د لبیک تحریک له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.

د دې تحریک زرګونو پلویانو تېر کال هم هغه لوی سړک بند کړی و چې اسلام اباد ته غځېدلی دی.