ارزګان کې د 'شري' زیاتوالی؛ چارواکي: خلک د واکسین برخه کې بې غوري کوي

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې په شري اخته ماشومه

ارزګان کې په وروستیو کې د شري ناروغي زیاته شوې ده، دغلته خلک وايي، له یوې خوا جګړو ځپلي او له بلې خوا ورته د شري په څېر ساري ناروغیو مخه کړې ده.

د ارزګان مرکز ترینکوټ روغتون کې مریم او نور بې بې د لسګونو هغه مېرمنو له ډلې څخه دي چې خپل په شري ناروغۍ اخته ماشومان یې دې روغتون ته د ترینکوټ ښار اړوند نواباد کلي څخه د درملنې په پار راوړي دي.

د مریم څو ماشومان شري نیولي دي، وايي: "زما دوه لوڼې او ۳ زامن په یوه ورځ د شري ناروغي ونیول، زموږ په کلي کې لسګونه نور ماشومان هم په‎ دغه ناروغۍ اخته دي."

نور بي بي بیا وايي، د ټولې سیمې ماشومانو کې شرې ناروغي خپره شوې ده: "زموږ وطن د شري ناروغي پر سر اخېستی، دغه لس- دولس ماشومان چې تاسو اوس وینئ ټول د یوه کلي دي او زما ۳ ماشومان لا هم په کور کې دي چې په شري ناروغي اخته دي."

د ارزګان په روغتون کې یوې سرچینې ازادي راډیو وویل چې وروستیو ورځو کې د هغو ماشومانو شمېر څو چنده زیات شوی چې دې روغتون ته د شري له کبله ور وړل کېږي.

نور بي بي وايي، د ټولې سیمې ماشومانو کې یې شرې ناروغي خپره شوې

د طالبانو تر واک لاندې د سرخوم د سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن لعل محمد څو ماشومان چې ټول په شري اخته دي، د ارزګان ولایتي روغتون ته راوړي وايي، سیمه کې یې څو ماشومان د شري ناروغۍ له کبله مړه شوي او په وینا یې اونۍ کې یې شپږ ماشومان د شري له کبله دلته روغتون کې بستر کړي دي.

لعل محمد زیاته کړه: "یو اوونۍ مخکې مې څلور ماشومان د شري ناروغۍ نیولي وو، په روغتون کې مې بستر کړل، که واسطه ونه لرئ، ډاکټران دې پوښتنه هم نه کوي او نه درمل درکوي."

هغه وايي، دولت دې د شري د مخنیوي او درملنې لپاره هڅې او امکانات زیات کړي.

په ارزګان کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم مني چې دې ولایت کې د شري د ناروغۍ پېښې زیاتې شوي دي.

دوی وايي، د دې ولایت په مرکز ترینکوټ او د چورې او ګېزاب په شمول څو ولسوالیو کې په ځانګړي توګه ماشومان کې د شري ناروغي زیاته شوې ده.

خو دوی یې سبب ماشومانو ته پر وخت د شري د واکسینو نه کول بولي.

روغتیايي کار کوونکې وايي، د شري واکسین په ټولو روغتیايي مرکزونو کې هر وخت موجود وي او که پر وخت ماشومانو ته ورکړل شي، په دې ناروغۍ نه اخته کېږي.

په ارزګان کې د واکسینو د برخې مسؤل سیف الدین بارک ازادي راډیو ته وویل، خلک خپلو ماشومانو ته د واکسینونو په ورکولو کې بې غورې کوي او کله یې چې ماشومان ناروغ شي بیا روغتیايي کار کوونکي ملامتوي.

په ارزګان کې د واکسینو د برخې مسؤل سیف الدین بارک

بارک زیاته کړه: "کله چې زموږ واکسیناتوران هغه سیمې ته ورشي، خلک خپل ماشومان واکسین ته نه راولي، په خپل کار اخته وي، د خپلو ماشومانو د روغتیا غم ورسره نه وي اونه د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام کوي."

بارک وايي ارزګان کې د شري د ناروغۍ د زیاتوالي بل لامل دا دی چې طالبانو له تېرو دوو کلونو راهېسې تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسینونو د کمپاینونو مخه نیولې چې په ترڅ کې یې د شري واکسین هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ماشومانو ته نه رسېږي.

نوموړی ټینګار کوي چې ماشومانو ته د واکسینونو برخه کې باید میندې، پلرونه او د کورنیو مشران خپل مسؤلیت ادا کړي، د واکسینونو کمپاینونو سره دې همکاري وکړي او یا دې ماشومانو د واکسینو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ور ولي.

د ښاغلي بارک په وینا واکسین د شري په شمول د ځینو خطرناکو ناروغیو د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.

د ارزګان د عامې روغتیا د ریاست د واکسینو د برخې مسول سیف الدین بارک زیاته کړه چې په شري د اخته ماشومانو د شمېر معلومولو برخه کې د طالبانو په سیمو کې سروې نه شي کولی او له همدې کبله ورسره دقیقې شمېرې نه شته.

روغتیاپالان وايي، د شري ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د دې ناروغۍ واکسین ضروري

طالبانو بیا تل د روغتیايي چارواکو دا ادعاوې رد کړي چې ګوندې تر خپل واک لاندې سیمو کې یې د واکسینونو د کمپاینونو مخه نېولې ده.

روغتیاپالان وايي، د شري ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د دې ناروغۍ واکسین ضروري دی.

د دوی په وینا که کورنۍ غواړي چې ماشومان یې په دې ناروغۍ اخته نه شي، نو خپل ماشومان دې روغتیايي مرکزونو ته ور ولي او د شري واکسین دې ورته وکړي.

د یادونې وړ ده چې ارزګان کې پر شري سربېره ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ ځینې پېښې هم ثبت شوي چې د هغې سبب په دې ولایت کې د واکسینونو د کمپاینونو پر وړاندې شته خنډونه او په دې برخه کې د عامه پوهاوي کموالی بلل کېږي.