هند د افغان سولې په پروسه کې څه رول لوبولی شي؟

ارشیف، افغان ولسمشر د هند له صدراعظم سره

هندوستان د سټراټیژیک او سيمه يیز ملګري په توګه د افغانستان په بیارغونې، د وسله والو ځواکونو په روزنې، د اوبو او برېښنا بندونو په جوړونې او د ښوونې او روزنې برخو کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې لږ تر لږه د ۴ میلیارده ډالرو څخه زیاته مرسته او پانګونه کړې ده.

اوس چې افغانستان کې سیاسي حالات په ځانګړي ډول د سولې خبرې له بل هر وخت څخه زیات د بحث وړ دي، پوښتنه دا ده چې:

  • ایا هندوستان په رښتیا هم له افغانستان سره په سیاسي ډګر کې په ځانګړي ډول د سولې پروسه کې یو ښه دوست پاتې شوی؟
  • او دې برخه کې څه رول لوبولی شي؟

په امریکا کې د افغانستان د سولې انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزي ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي:" بلې، هند افغانستان کې له ډموکراسۍ، جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ کړی او دا یې تل ښودلې چې افغانستان کې جګړه د حل لاره نه شي کیدلای، هند به د استانبول ناسته کې هم همدغه دریځ ولري چې د افغانستان لپاره ښه دی، خو که په راتلونکې کې یو هوکړه کېږي او طالبان د واک برخه ګرځي په داسې حال کې چې پاکستان د طالبانو سخت ملاتړی دی، بیا هند غلی نه پاتې کېږي، هغه به هم خپل اړخ معلوموي."

په امریکا کې د افغانستان د سولې انسټیټیوټ مشر یاسر احمدزی

ښاغلی احمدزی زیاتوي، که له طالبانو سره هر ډول هوکړه کېږي، باید ټول اړخونه یې تر څار او څېړنې لاندې وي.

وروسته له هغې چې امریکا له طالبانو سره په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د فبروري میاشتې په ۲۹مه نېټه د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ، له هغې هوکړې اوونۍ وړاندې د امریکا د وخت جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هندوستان ته په دوه ورځني سفر کې د دې هېواد له لومړي وزیر ناریندرا مودي سره په افغان سوله کې د هندوستان د رول په اړه خبرې وکړې او هندوستان یې د افغانستان په سوله کې مهم یاد کړ.

هغه له هندوستانه غوښتنه وکړه چې د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره مرسته وکړي.

  • خو ایا هندوستان په رښتیا هم د افغانستان د قضیې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی؟

د ځینو شنونکو په باور هندوستان افغانستان کې د خپلو ګټو او د پاکستان پرخلاف د سیاسي نفوذ په لټه کې دی.

ټرمپ له هنده غوښتي و چې د افغان سولې په برخه کې له امریکا سره مرسته وکړي

د دوی د تحلیلونو له مخې هند د نړۍ او سیمې د یو اقتصادي او نظامي قدرت په توګه د افغانستان سولې پروسه کې د جیو پولټیکي، سیمه ییز امنیت، سیاسي، نظامي، اقتصادي او سوداګریزو ګټو او خونديتوب په لټه کې دی.

د دغو شنونکو د شننې پر بنسټ هند د نړۍ د ګڼ مېشتي هېواد په توګه د اوبو، برېښنا، ګاز او طبیعي انرژۍ کمبود سره لاس او ګریوان دی او په اقتصادي لحاظ سیمه کې د خپلې اړتیا پوره کولو لپاره تر ټولو ارزانه بازار او د پانګونې فرصتونه په افغانستان او مرکزي اسیا کې ویني.

د دوی په باور، افغانستان شااوخوا د درېیو ترېلیونه ډالرو په ارزښت معدنونه لري چې د مرکزي اسیا د هېوادونو په کچه د طبیعي ګازو، تېلو او هایدرو کاربن کافي زېرمې دي، له بله اړخه بیا افغانستان له ازبېکستان قرغستان، تاجېکستان، ترکمنستان سره چې د ګازو، اوبو او سرو زرو مهم غني لرونکي هېوادونو څخه دی، پولي لري چې هندوستان د افغانستان دغه جغرافیوي موقعیت ته په کتو سره خپل راتلونکی د دغه هېواد له لارې خوندي احساسوي.

په سیمه ییزو مسایلو کې پوه او څېړونکي داوود مایار ورته مسايلو ته په اشارې سره وايي، هندوستان د پاکستان سیاست ته په کتو د افغانستان په ټولو قضایاو کې خپل رول لوبوي.

په سیمه ییزو مسایلو کې پوه او څېړونکي داوود مایار

ښاغلي مایار زیاته کړه: "د افغانستان لپاره د پاکستان سیاست نسبت هندوستان ته متضاد واقع شوی، یعنې د افغانستان ضعف دا د پاکستان په نفع دی، برعکس که موږ د پاکستان سره خپلې اړیکې وڅېړو، نو موږ د ګټو تضاد هم نه لرو، که زموږ هېواد په ځینې مواردو کې پرمختګ کوي دا د هند لپاره کوم زیان نه رسوي او هغو ته مهمه هم نه ده، خو دغه چاره بیا پاکستان ته یوه اندېښنه ده، په ټوله کې د هند لپاره افغانستان کې د طالبانو حضور هغه هم د پاکستان په ملاتړ دا اندېښنې وړ خبره ده."

دا تحلیلونه په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې په کراتو-کراتو پاکستاني چارواکو په هندوستان او هندیانو په پاکستان د افغان سولې برخه کې د لاس وهنې تورونه پورې کړي دي.

خو د افغانستان قضیه کې د هندوستان پر ونډې د امریکا ټینګار له هغې وروسته زیات شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېرو دوو کلونو کې په ځلونو د افغانستان په ګډون پاکستان او هندوستان ته سفرونه وکړل او په هر ځل کې د هندوستان ونډه مهمه یاده شوې.