ولسي جرګه کابل ته د پاکستان د پارلماني پلاوي د سفر ځنډېدل څېړي

د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوي د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر او ملګري پلاوي د الوتنې د لغوه کېدو په تړاو خپلې یوې غونډې ته د امنیتي بنسټونو د مسؤلینو تر وربللو وروسته، پرېکړه وکړه چې یو کمېسیون به دا موضوع څېړي.

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځي په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د مجلس پایله دا شوه چې د ولسي جرګه له خوا به یو پلاوی ټاکل کېږي او دا پلاوی به دا ټول مسایل له نږدې څېړي چې هغه ورځ دا مواد هلته څنګه موندل شوي، چا دا کار کړی، مثلا د هوانوردۍ او نورې برخې پوښتنې به کېږي چې کله دا څېړنې خلاصې شوي موږ به خپل راپور له تاسو سره شریک کړو."

د ولسي جرګې د دارالانشاء مشر عبدالقادر ځاځی

د ښاغلي ځاځي په خبره، د ولسي جرګې دغه مجلس ته د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان، د ملي امنیت رئیس، د ملکي هوانوردۍ ادارې او د حامد کرزي د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر امنیتي مسوولین د معلوماتو او وضاحت لپاره وربلل شوي وو.

د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د یو ۱۶ کسیزه پلاوي په مشرۍ غوښتل کابل ته راشي الوتکه یې تر کابله راغلې، خو د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې ورته د ښکته کېدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

په دې اړه نور: ولې د اسد قیصر الوتکې ته د حامد کرزي هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه؟

‎افغان حکومت وړاندې د نوموړي الوتکې ته د ناستې د اجازې نه ورکولو لامل امنیتي ستونزې بللې وې.

‎د کابل د حامد کرزي هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر سرحدي قوماندان محمد ریاض ارین ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته ویلي و چې د پنجشنبې په ورځ سهار مهال چې یوه ‌‌‌‌‌‌‌ډله په دغه ‌‌‌‌‌‌ډګر کې پر ساختماني چارو بوخته وه، چاودېدونکي توکي یې موندلي وو او په خبره یې دوی هم د ګواښ له امله ټولې الوتنې او ناستې وځنډولې.

‎د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر خپل هېواد ته له بېرته ستنېدو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې "له افغانستان سره یې اړیکې ارزښمنې دي، افغانستان ته سفر مې د امنیتي ستونزو له امله وځنډول شو، کله چې امنیتي وضع ښه شي زه به ژر بېرته افغانستان ته ولاړ شم، پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ته دوام ورکړي."

‎د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ښاغلي قیصر سفر به له سره تنظیم شي.

‎خو د امنیتي چارو یو شمېر پوهان په دې باور دي چې ممکن، کابل ته د دغه پاکستاني چارواکي او ملګري پلاوي سفر یې د افغان حکومت له خوا د سیاسي شرایطو د حسایت له امله ځنډول شوی وې.

د کابل حامد کرزي هوايي ډګر

‎د دغو کارپوهانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې محب الله شریف ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې امنیتي مسؤلین دې په مسلکي توګه دا موضوع وڅېړي: "زه فکر کړم چې د پر دې تر شا د کابل حکومت او اسلام اباد ترمنځ داسې څه روان دي؟ چې پر هغه ښایي هوکړې ته نه وي رسیدلي او د دواړو هېوادونو ازادو پارلماني غړو کتنو ته یې زړه نه وي ښه کړی او داسې یو څه یې رامخته کړي وي، خو امکان لري چې داسې یو څه هم وي، خو په دې شرط چې مسوولین په مسلکي توګه 'خپله دا ادعا' ثابته کړای شي او په اړه یې کره دلایل او شواهد ولري چې ترې انکار ونه شي."

‎د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له یو پلاوي سره پاکستان ته تللی و او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او نورو حکومتي چارواکو سره د لیدنو کتو هدف د افغان سولې پروسه کې د همکاریو ‌‌‌‌‌‌ډاډ او د نظریاتو تبادله یاده کړې وه.