فارن پالیسي: روسیه په جنوبي اسیا کې خپل زور ښيي

ارشیف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره

  • فارن پالیسي

فارن پالیسي خپرونې د افغانستان او پاکستان د سیاسي چارو د کارپوه مایکل کوګلمن په قلم لیکل شوی مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، روسیه په جنوبي اسیا کې خپل زور ښيي.

په مطلب کې راغلي چې هند او پاکستان ته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګي لاوروف سفر په سیمه کې د نفوذ د زیاتولو لپاره د مسکو هڅې ښيي.

لاوروف تېره اوونۍ لومړی نوې ډیلي او ورپسې اسلام اباد ته ولاړ.

د فارن پالیسي مطلب زیاتوي چې سیمه کې د نفوذ د پراخولو لپاره د روسیې په هڅو کې د هند او چین ترمنځ د سرحدي لانجې او د پاکستان په مرسته د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره منځګړتوب شامل دي.

فارن پالیسي وړاندې لیکي:

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو درې لسیزې وروسته مسکو اوس د افغانستان د سولې د پروسې په یوه مهم لوبغاړي بدل شوی دی.

خپرونه په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په مسکو کې جوړو شوېو غونډو ته اشاره کوي چې وروستۍ یې په تېره میلادي میاشت کې وه.

په دې غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو پر پلاوو سربېره د امریکا، چین او پاکستان استازو ګډون کړی و، خو د هند استازی هلته نه و.

مګر خپرونه لیکي چې نوې ډیلي ته د سفر پر مهال له لاوروف سره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ملګری و.

لاوروف د اپرېل په شپږمه نوې ډیلي ته د سفر پر مهال د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د دایمي رول غوښتنه وکړه.

د لاوروف د سفر دوهم ګام په اسلام اباد کې و چې د فارن پالیسي په لیکنه د نوې ډېلي برعکس له طالبانو سره د نژدې اړیکو د پاللو له کبله د افغانستان د سولې په هڅو کې ډېر دخیل دی.

  • لانګ وار ژورنال

لانګ وار ژورنال انلاین خپرونه- چې د ترورېزم پر اړوندو مسایلو تحلیلي مطالب خپروي لیکي، القاعده شبکه او نورې تروریستي ډلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته سترګې په لاره ده.

خپرونې له افغانستانه د سرتېرو د اېستلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن د ادارې د ارزونو په اړه د کارپوهانو یو بحث هم خپور کړی دی.

لانګ وار ژورنال د دې بحث په سریزه کې لیکي، که ټولې نړۍ ته نظر وکړئ نو وبه وینئ چې افراطي جهادي ډلې له لویدیځې افریقا نیولې تر جنوبي اسیا پورې په هرځای کې د جګړې په حال کې دي.

د مطلب لیکوال ټینګار کوي چې دا ډلې د دې سیمو پر ټولو یا ان پر ډېرو برخو ولکه نه لري خو د مرخېړي په شان په هرځای کې د نهضتونو په بڼه راشنې کېږي.

خپرونه زیاتوي چې القاعده شبکې، طالبانو، اسلامي دولت- داعش او نورو ډلو په دې سیمو کې د چریکي حملو په بڼه جګړې پیل کړې دي.

د دفاع او ډموکراسۍ د بنسټ کارپوه بیل روجیو په دې بحث کې د خبرو پرمهال ویلي، که طالبان له هغه فرصته ګټه واخلي چې د ولسمشر بایډن ادارې د افغانستان د کړکېچ د سیاسي حل لپاره برابر کړی نو ګټه به وکړي.

لانګ وار ژورنال د نوموړي له قوله لیکي وايي، که طالبان په افغانستان کې د یوڅه مودې لپاره د امریکايي ځواکونو د پاتېدو وړاندیز ومني نو په بدل کې به یې دوی هم د امریکا او افغانستان له حکومتونو څخه یو لړ امتیازونه ترلاسه کړي.