د یما سیاووش او د کابل ښار د پنځمې حوزې د امر د وژلو په تور ۱۰ کسان ونیول شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري نیول شوي ۱۰ کسان چې رسنیو ته وښودل شول

د پخواني خبریال یما سیاووش او د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امر د وژلو په تور ۱۰ کسان ونیول شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ۱۰ کسیزې ډلې د کابل ښار په ډېری حملو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» په کابل کې په داسې حال کې چې تورن کسان‌یې د رسنیو ته وښودل، وویل: "دغو کسانو پر امنیتي ځواکونو، قاضیانو، څارنوالانو، یما سیاووش، د پولیسو د پنځمې حوزې پر امر (کوچي) د حملو اعتراف کړی دی. همدا شان‌یې پر پوځي وسایطو او درې افغان پوځیانو د حملو اعتراف هم کړی دی."

ښاغلي ارین وویل، دغه کسان‌یې چې د طالبانو ډلې پورې چې مشر یې قاري صبور دی تړلي، د کابل د شاه شهید، ګلبته، د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ او لغمان په ولایت کې نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

د ده په خبره هڅې روانې دي چې د دوی نور ملګري چې په پلان شویو وژنو او پر امنیتي ځواکونو حملو کې لاس لري، هم ونیسي.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله تویټرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا بې‌بنسټه ګڼي او شوي اعترافونه جعلي بولي.

په ورته وخت کې د یما سیاووش کورنۍ ویلي هغه مهال به دغه اسناد ومني چې د مرکزي بانک د دوربین تصویرونه او نور اطلاعات له دوی سره شریک شي.

د یما سیاووش کورنۍ چې کوم پیغام ازادي راډیو ته استولی په‌کې یې ویلي: "د یما سیاووش د ترور په قضیه او نورو انکشافاتو کې چې نیونې هم په‌کې شاملې دي او همدا شان ټول استخباراتي اطلاعات هغه مهال باوري او د منلو وړ دي چې د مرکزي بانک د وېډیو تصویرونه د سیاووش له مقررۍ نه تر وژنې ثابت شي."

یما سیاووش

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د مرکزي بانک تصویرونه د سیاووش کورنۍ او د رسنیو مسؤلینو ته ښودل شوي دي او دا هغه خبره ده چې د یما سیاووش کورنۍ یې ردوي.

د مرکزي بانک د رسنیو سلاکار یما سیاووش د ۱۳۹۹ لمریز کال د عقرب په ۱۷مه له دوو همکارانو سره د کابل په مکروریانو کې د نښلوونکي بم د چاودېدو په پېښه کې ووژل شو.