امریکا له خپلو متحدانو سره په چین کې د المپیک لوبو کې پر نه‌ګډون خبرې کوي

د امریکا او چین ملي بیرغونه

د امریکا متحده ایالات غواړي له خپلو متحدانو سره پر دې خبرې وکړي چې په چین کې د ۲۰۲۲م کال په المپیک لوبو کې ګډون ونه‌کړي.

واشنګټن له ننه نږدې څلور لسیزې مخکې په ۱۹۸۰م کال کې په پخواني شوروي اتحاد کې د المپیک لوبې د دې لپاره بایکاټ کړې چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه چې کله د سې شنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې له خپلو متحدانو سره به یوځای د چین المپیک لوبې بایکاټ کړي؟ نید پرایس په ځواب کې وویل چې د دې مسئلې د بحث هیله لرو.

نید پرایس زیاته کړه چې ګډ دریځ یوازې زموږ په ګټه نه‌دی، زموږ د متحدانو او شریکانو په ګټه هم دی.

نید پرایس

د المپیک په دې لوبو کې د نه‌ګډون بلنې د بشري حقونو د یو شمېر له لوري په زیاتېدو دي او دوی وایي چې د چین په لوېدیځ کې په شینجین ایالت کې تر یو ملیون ډېر اویغوران چې اکثر یې مسلمانان دي نیول شوي او په زوره هڅې شوې دي چې دا خلک خپل عقاید بدل کړي.

له اویغورانو سره د چین چلند ته واشنګڼن ډله‌ییزه وژنه وایي. چین د المپیک په لوبو کې د نه‌ګډون غوښتنه وغندله او دا تورونه‌یې رد کړي چې دوی خلک په ډله‌ییز ډول وژلي دي.

چین وایي چې د شینجین مسئله د چین داخلي قضیه ده او هلته‌یې له خلکو سره زیاتی نه‌دی کړی. پیکېنګ وایي، په کمپونو کې دوی خلک روزي او هڅه کوي چې له اسلامي بنسټ‌پالنې یې راوګرځوي.

نید پرایس وایي، د چین له لوري له بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر او په شینجین کې د پیکېنګ د ډله‌ییزې وژنې په ارتباط د متحده ایالاتو هڅې ګټورې دي، خو له متحدانو او شریکانو سره په ګډه هڅې به پر پیکېنګ ډېر اغېز وکړي.

جین ساکي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا وروسته په ټویټر کې ولیکل چې واشنګټن د پیکېنګ د المپیک په اړه څه اعلان نه‌دی کړی او تر ۲۰۲۲ م کال پورې لا وخت شته، خو امریکا به له خپلو متحدانو او شریکانو سره له نږدې سلامشورې وکړي.

بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې حکومت به د متحده ایالاتو د المپیک له کمېټې سره سلامشوره وکړي.

او د کاناډا پارلمان د روان کال د فبرورۍ په ۲۲مه پرېکړه وکړه که چېرته چین له اویغورانو سره ظالمانه چلند ته ادامه ورکوي د ۲۰۲۲م کال د المپیک ژمنۍ لوبې باید له دې هېواده بل ځای ته ولېږدي.