ارزګان کې تړلې لارې؛ خلک: پر فرعي لارو مو ناروغان مري، د توکو بیې هم لوړې ختلي

ارزګان

ارزګان کې له میاشتو راهېسې د ځینو مهمو لارو تړل کېدو د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي اړ کړي چې خپل ناروغان په غرنیو فرعي لارو مرکز ترینکوټ کې ډاکټرانو ته ور ولي چې ډیر یې د دې سختو لارو د سفر توان نه لري.

د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکي وايي، طالبانو او حکومت دواړو یې پر مخ لویې لارې تړلي چې د دوی ژوند یې لا پسې سخت کړی دی.

  • د چینارتو-ترینکوټ لار له ۷ میاشتو راهیسې تړلې

په دې ولایت کې د چینارتو او ترینکوټ ترمنځ لویه لاره له تېرو اوو میاشتو راهېسې تړلې ده.

ارزګان

د چینارتو یو اوسیدونکی ذبیح الله وايي، دا لاره د دولتي کسانو سربېره د ولسي وګړو او سوداګریزو توکو لپاره هم بنده ده.

دی وايي: "۷ میاشتې کېږي چې طالبانو راباندې لاره تړلې، په ولسوالۍ کې خوراکي توکي خلاص شوي، د خلکو خوراک یوازې وچه ډوډۍ او د جوارو اوړه دي. نور هېڅ په ولسوالۍ کې نه شته. خلک خپل ناروغان، پلي له ولسوالۍ څخه په غرونو کې له طالبانو په پټه په ترینکوټ کې ډاکټرانو ته بیايي."

  • پر لارو د ماینونو د ښخېدو بل سرخوږۍ

ذبیح الله همدا راز ادعا وکړه چې طالبانو اوس په فرعي لارو کې هم ماینونه ښخ کړي چې دا تېره میاشت دوه ځلي پر هغو ملکیانو چاودنې وشوې چې له طالبانو په پټه یې خپل ناروغان ډاکټر او روغتون ته رسول.

طالبان دا نه مني چې د ولسي خلکو لپاره دې پر لارو کې ماینونه ايښي وي.

ذبیح الله همدا راز ادعا وکړه چې طالبانو اوس په فرعي لارو کې هم ماینونه ښخ کړي

چینارتو ولسوالۍ د ترینکوټ شمال ختیځ کې په شااوخوا ۴۵ کیلو مترۍ کې پرته ده او وسله وال طالبان هم دې ولسوالۍ ته د تللې لارې تړل کېدل تاییدوي.

  • چهارچینو ولسوالۍ ته تګ هم په فرعي لارو کېږي

د ارزګان د بلې ولسوالۍ چهارچینو خلک هم وسله وال طالبان او دولت تورنوي چې لارې یې پرې تړلې دي.

د دې ولسوالۍ قومي مشر خالق داد ازادي راډیو ته وویل، اوس دې ولسوالۍ ته خلک پر نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي چې ورسره په ولسوالۍ کې د توکو بیې لوړې شوي چې ګڼ بې وزله یې د پیرلو توان نه لري.

په ارزګان کې د لارو د تړل کېدو ستونزه دلته پای نه مومي.

  • د ګېزاب او دهراود ولسوالیو عمومي لارې هم تړلي

د دې ولایت د ګېزاب او دهراوود ولسوالیو خلک هم وايي چې طالبانو او حکومتي ځواکونو پرې له تېرو څو میاشتو راهېسې عمومي لارې تړلي او خلک پر نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي.

د دهراود او ګېزاب ولسوالۍ دوه اوسیدونکو نجیب الله او شفیع الله ازادي راډيو ته وویل:

"دغه څو میاشتې کېږي طالبانو او دولت زموږ پرمخ عمومي لارې تړلي، یو ساعت لاره مو په ۶ ساعته لاره بدله شوې، ناروغان مو زیات وخت پر لاره مري.

-زما غوښتنه له دولت او طالبانو څخه دا ده چې د ملکي خلکو پر مخ لارې خلاصې کړي، د ملکي خلکو سره دومره ظلم ولې کېږي؟ څه ګناه یې کړې؟"

  • د ارزګان-کندهار لویه لاره هم تړلې

په ارزګان کې یوازې د ولسوالیو او مرکز ترینکوټ ترمنځ لارې تړلي نه دي، بلکې له نورو ولایتونو سره د دې ولایت نښلونکې لارې چې یو له هغو د ارزګان-کندهار مهمه لویه لاره ده، دا هم تړلې او خلک په نورو فرعي اوږدو لارو تګ راتګ کوي.

د ارزګان-کندهار ترمنځ لویه لاره څو کلونه وشول چې تړلې، د یادې لارې یوه موټر چلونکي کریم الله ازادی راډيو ته وویل: "موږ نه پوهېږو چې څه وکړو؟ یوه عمومي لاره طالبانو تړلې او بله دولت تړلې، موږ د مجبورۍ له مخې پر نورو فرعي لارو تګ-راتګ کوو چې په یو نیم ورځ کې کندهار ته رسېږو، پخوا په ۶ ساعت کې رسیدو."

  • دولتي چارواکي څه وايي؟

د ارزګان ولایت امنیه قوماندن عالي احمد عطايي وايي، ځینې لارې دوی نه بلکې وسله والو طالبانو تړلي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندن عالي احمد عطايي

نوموړي زیاته کړه: "د ولسوالیو ډېری لارې خلاصي دي، کومې لارې چې تړلي هغه د وطن او د خاورې د دښمنانو له خوا تړل شوي، پولیس هېڅکله هم لارې نه تړي، بلکې پولیس هڅه کوي چې د ولس پرمخ لارې پرانیزي؛ د ارزګان ــ کندهار ترمنځ لویه لاره یو څه ستونزې لري، خو موږ يې د خلاصون لپاره پر یوه پلان کار کوو."

  • طالبان یې په اړه څه وايي؟

یو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یو شمېر لارو تړل کېده د دوی د ډلې له لوري تائيدوي خو وايي، په بدل کې یې نورې لارې د خلکو پر مخ خلاصې کړي دي.

دی د زیاتو لارو د تړل کېدو پړه پر افغان دولت ور اچوي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو پرله پسې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د ولسي خلکو د سر او مال خوندیتوب دې یقیني کړي او د هغوی د ازاد تګ راتګ مخه دې نه نیسي.