د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان: د افغانستان د اقتصادي پرمختګ راتلونکی ستونزمن دی

ارشیف، د کابل ښار منډوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان د افغانستان اقتصادي پرمختګ راتلونکی ستونزمن بللی دی.

‎دغه سازمان د افغانستان اقتصادي کلنی وضعیت د 'له لنډ مهاله ستونزو تېرېدل او افغانستان اوږد مهاله اهدافو ته رسېدل' تر سرلیک لاندې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د کمښت لاملونو ته اشاره کړې ده.

‎د دغه راپور له مخې، که څه هم د افغانستان لپاره ګڼ فرصتونه شته، خو دغو فرصتونو ته د رسېدو یوازنی شرط سولې ته رسېدل دي.

‎دغه راپور کې راغلي چې د جګړو او نښتو پراختیا اقتصادي پرمختګ پڅوي.

‎خو د دغه راپور د لیکوالانو په خبره‌، که سوله هم وشي افغانستان به بیا هم له دوامدارو وچکالیو، سېلابونو او زلزلو سره مخ وي او د افغانانو په ژوند به ژور اغېز ولري.

‎په راپور کې ټینګار شوی چې د کرونا ویروس په خپرېدو ستونزې لا زیاتې شوي او کېدای شي تېرې لاسته راوړنې هم وګواښي، پرمختګ په ټپه ودروي او راتلونکی لرلید هم تیاره کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام اټکل کړی چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د دوامدارې سولې په صورت کې د افغانستان ناخالصه تولیدات ۷۰ سلنه لوړ شي او په دې سره به د پراختیایي او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د دولت بودجې سره مرسته وشي.

ارشیف، هرات کې بې‌وزلو کورنیو ته د خوراکي موادو مرسته

بل‌خوا په دغه راپور کې په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغان سولې د بهیر او ښې حکومتوالۍ د نه‌پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده شوې او ویلي دي چې د نفوس د زیاتوالي او د اقتصادي پرمختګ کمښت کچې ته په کتو، په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان کلني عواید د تېر ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱۰ سلنه کم وي او په پایله کې به د بې‌وزلۍ کچه ۷۰ سلنې ته لوړه شي.

‎راپور زیاتوي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د هغو کسانو شمېر چې د بشرپالنې مرستو ته اړتیا لري، د ۲۰۲۱ کال تر پایه به ۱۸ ملیون کسانو ته ورسېږي.

د دغه راپور لیکوال زفیرس تزاناتوس وايي چې نا امني په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د پراختیا او اقتصادي پرمختګ د مخنیوي یو لوی لامل دی.

ښاغلی تزاناتوس زیاتوي: "په افغانستان کې د دولت جوړونې په برخه کې، ډېری ستونزې د ښې حکومتوالۍ په وړاندې خنډ ګرځېدلې دي، دا تر ډېره په بهرنیو مرستو پورې تړلې مسئله هم ده. یو شمېر بهرنۍ مرستې مشخصې شوې چې له هېواد بهر وتې دي. دغه‌شان په هېواد کې دننه هم په سم ډول نه‌دي مصرف شوي، له بده مرغه افغانستان د عمومي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د نړۍ په تر ټولو ټيتې کچه کې دی، نو ځکه دلته ډېرې ستونزې شته. دا ټولې ستونزې د دې لامل شوي چې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري. په افغانستان کې د وګړو پراختیا نسبتاً تېزه ده."

د راپور لیکوال اټکل کوي چې که چېرې هم‌مهاله سوداګریزه فضا او پانګونه ښه شي، پورونو ته لاسرسری پیدا شي، د سوداګریزو فعالیتونو لګښتونه کم شي، کرنه ښه شي او ورسره حکومتوالي هم پیاوړې شي، تر ۲۰۳۰ به کورنی ناخالص تولید د عادي حالت په پرتله ۴۰ سلنه زیات شي.

ارشیف، کابل کې د وسپنې ویلې کولو فابریکه

په راپور کې راغلي، که چېرې سوله ژر راشي، افغانستان کولای شي په خوشبینۍ سره د راتلونکي په لور حرکت وکړي او د منځنۍ اسیا په څلورلارې، هند، منځني ختیځ او د اسیا په ختیځ کې خپل ستراتېژیک موقعیت ته په پام سره له خپلې هغې طبیعي پانګې چې تر اوسه لاس نه‌دی وروړل شوی استفاده وکړي.

په دغه راپور کې دا هم راغلي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د سولې له ملي چوکاټ، د افغانستان له پرمختګ او د پایښتې پراختیا له هدفونو سره تړلی دی چې دولت او نړیوالو شریکانو یې ورته لومړیتوبونه ټاکلي دي او په اجرايي برخو یې کار کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاتوي چې دغه سازمان له جګړه‌ییز حالت نه سوله‌ییز حالت ته د افغانستان د اقتصاد لېږد ته ژمن دی او ورنه ملاتړ کوي.