طالبان: امریکايي چارواکي دې په ټاکلي نېټه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي

ارشیف، عکس: افغانستان کې امریکايي سرتیري( په دغه هېواد کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته رسیدلی)

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت ته ټېک یوه میاشت پاتې ده، خو د امریکایي مشرانو له څرګندونو ښکاري چې دې وخته پورې وتل ورته امکان نه لري.

تازه طالبانو د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د کتنو پر مهال یو ځل بیا ټینګار کړی چې واشنګټن باید د ځواکونو د وتلو په برخه کې د دوحې د تړون دا ژمنه عملي کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالب استازو او زلمي خلیلزاد دا لیده کاتې د سې شنبې (د وري ۱۰) په ماښام شوي، خو جزئیات پرون ناوخته خپاره شول.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، دغو خبرو کې ډېر ټینګار د دوحې تړون د ټولو مادو په عملي کولو و.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

نعیم زیاته کړه: "دواړو لوریو توافقنامې ته پر خپلو ژمنتیاو ټینګار وکړ، د اسلامي امارت له خوا په ټاکلي وخت د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وشو، ځکه چې همدا د هېواد د ستونزو د هواري په لوري اساسي ګام دی، په ناسته کې د پاتې ټولو بندیانو په خلاصون او د تورو لېستونو په ختمولو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې."

ښاغلي خلیلزاد دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي او یو شمېر نورو غړو سره هم کتلي دي.

د دولت پلاوي پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) په یوه ټویټ کې ویلي، دې لېدو کتو کې د سولې بهیر پر ګړندیتوب او ترکیې په غونډه خبرې وشوې.

دا لېده کاته داسې مهال شوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهلت رالنډ شوی.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالب استازو او زلمي خلیلزاد دا لیده کاتې د سې شنبې (د وري ۱۰) په ماښام شوي

طالبانو له دې وړاندې ان خبرداری ورکړی که امریکایي ځواکونه د مې تر لومړۍ نېټې ونه وځي، بېرته به بریدونه پرې پېل کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا تېره اوونۍ سپینه ماڼۍ کې د خپل لومړني خبري کانفرانس پر مهال وویل، د مې تر لومړۍ نېټې به له تخنیکي پلوه ورته سخته وي چې ځواکونه وباسي.

په دې اړه نور: افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د مودې غځېدل او د طالبانو غبرګون

بایډن ونه ویل چې ترڅه وخته به یې ځواکونه افغانستان کې پاتې کېږي؟ خو دا یې په ډاګه کړه چې راتلونکی کال به یې سرتیري دغه هېواد کې نه وي.

بایډن ویلي و، چې په ټاکلي وخت له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل له تخنیکي پلوه سخت کار دی.

له دې سره بیا امریکایي رسنیو وویل، د هغه هېواد استخباراتي ادارې بایډن ته دا مشوره نه ورکوي چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

په دې اړه نور: مسیر: امریکا په ۲ دلایلو له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو کې ځنډ کوي

امریکا دا مهال افغانستان کې دوه نیم زره سرتیري لري، خو نیویارک ټایمز بیا د خپلو سرچینو په حواله د دې سرتیرو شمېر درې نیم زره ښودلی.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، که دوی خپل ځواکونه له یوې مخې وباسي، طالبان به دوه-درې کلونو کې ډېرې سیمې لاندې او د دوی په باور د داعش او القاعده فعالیتونو ته به ازاده فضا برابره شي.

په دې اړه نور: د امریکا استخبارات: که امریکا له افغانستانه ووځي ښايي طالبان یې ونیسي

له دې ټولو سره-سره ډېرې سترګې اوس د ترکیې غونډې ته دي چې ممکن نژدې راتلونکې کې جوړه شي.

دغه غونډه چې افغان چارواکو ځانګړی فرصت یاد کړی، د امریکا، ملګرو ملتونو او نورو ښکېلو لوریو له خوا په دې هدف جوړیږي چې افغانستان کې په سیاسي جوړجاړي، د قدرت پر ویش او د جګړې په پای ته رسولو خبرې په کې وشي.