tle>میانمار کې مظاهره چیانو سره روان تاوتریخوالی؛ امریکا ورسره سوداګري وځنډوله

میانمار کې مظاهره چیانو سره روان تاوتریخوالی؛ امریکا ورسره سوداګري وځنډوله

برما کې مظاهره چیان

په میانمار کې لا هم پر معترضانو د پوځ ځپونکي عملیات دوام لري او په دې ترڅ کې د راپورونو له مخې پرون دوشنبې(د وري ۹مه) د دې هېواد په لوی ښار ینګون کې پنځه تنه مظاهره چیان د اعتراضونو پر مهال ووژل شول.

له پوځي کودتا وروسته د روانو اعتراضونو په ترڅ کې تېره شنبې تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې ۱۱۴ مظاهره چیان ووژل شول. په دې ورځ زرګونه کسان د میانمار په بېلابېلو ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل او په دې هېواد کې یې د پوځي واکمنۍ د ختمېدو او د پرځول شوي حکومت د بندیوانې مشرې انګ سان سوچي د خلاصېدو غوښتنه وکړه. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په وژل شوېو کې ۷ ماشومان هم شامل وو.

  • د ملګرو ملتونو غبرګون

د ملګروملتونو سرمنشي ‎انتونیو ګوتېریش پرون دوشنبه (د وري ۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې په میانمار کې د تشدد دا کچه د منلو نه ده.

د ملګروملتونو سرمنشي ‎انتونیو ګوتېریش

نوموړي وویل: "دا قطعاً د منلو وړ نه ده چې وینو د خلکو پر وړاندې په دومره لویه کچه تشدد کېږي، ډېرخلک وژل کېږي او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو او په میانمار کې د جدي سیاسي انتقال پر وړاندې دومره کلک ممانعت کېږي."

سرمنشي ګوتېریش زیاته کړه، نړیواله ټولنه یووالي او ژمنتیا ته اړتیا لري، څو په میانمار کې د وضعیت د عادي کېدو په هدف فشارونه زیات کړي.

  • امریکا له میانمر سره سوداګري وځنډوله

بل خوا متحدو ایالاتونو د ۲۰۱۳ میلادي کال د سوداګرۍ او پانګونې د موافقې پر اساس له میانمار سره خپل ټول تماسونه ځنډولي دي.

د امریکا د سوداګرۍ استازې کاترین ټای پرون د مارچ په ۲۹ مه نېټه په یوه بیان کې وویل، له میانمار سره به سوداګریز اړیکې تر هغه وخته ځنډېدلي وي چې په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ د اصولو په رڼا کې منتخب حکومت نه وي راغلی.

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په میانمار کې د روان وضعیت په اړه بحث وکړي. ډيپلوماتیکې سرچینې وايي، د دې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه بریتانیا کړې ده.

  • میانمار یا برما کې روان تاوتریخوالی

    د چین غبرګون

د امنیت شورا بل غړي چین هم په میانمار کې د روان تشدد له کبله اندېښنه ښودلې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لي ژیان پرون وویل، روانې خونړۍ نښتې د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

هغه زیاته یې کړه، د دې تاوتریخوالي اصلي قربانیان خلک دي.

  • مسکو هم خواشینی دی

روسیې چې مرستیال دفاع وزیر او څو نورو چارواکو یې د روانې اونۍ په پیل کې په میانمار کې په یوه پوځي پرېډ کې برخه واخیسته اعتراف کړی چې له نای پیتاو Naypyitaw سره خپل اړیکي پراخوي خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف په عین حال کې وویل، د دې مانا دا نه ده چې مسکو د میانمار روان خواشینوونکي جریانات تاییدوي.

په دې اړه نور: د برما واکمن رژیم روسیه یوه ریښتونې ملګرې وبلله

په میانمار کې د سیاسي بندیانو د مرستندویې ټولنې د فعالانو د ارقامو له مخې د فبروري د لومړۍ نېټې له کودتا راهیسې له ۴۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.