اشرف غني: که افغانان ونه غواړي، هېڅوک پرې خپل د خوښې نظام نه شي منلی

ولسمشرغني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د افغانستان نظام به د افغانانو په خوښه وي او کوم نظام چې افغانان يې و نه غواړي، په زور يې څوک پرې نه شي منلای.

جمهور رئیس غني چې نن یکشنبه (د وري ۸مه) یې د ځوانانو عالي شورا په لومړنۍ غونډه کې خبرې کولې وويل: "فرصت مو په دې کې دی چې د یوه عادل نظام ستنې کلکې کړئ، لوري ته یې برابر کړئ. ستاسې له خوښې پرته، هغه نظام چې نه یې غواړئ، څوک پر تاسې تحمیلولای شي. له همدې کبله باید پر دې بنسټیز فکر وکړئ چې څه ډول یو نظام غواړئ او څه ډول یوه سوله غواړئ."

د افغانستان جمهور رئیس له دې وړاندې هم د افغانانو له رایې پرته د بل چا په خوښه او طرحه، له هر ډول نظام جوړېدو سره مخالفت ښودلی و.

ښاغلی غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې امریکا د افغانستان د سولې خبرو د ګړندي کولو لپاره د مشارکتي حکومت جوړېدو یوه طرحه وړاندې کړې. هغه طرحه چې ویل کېږي، د ترکیې په غونډه کې به هم پرې بحث وشي.

په دې اړه نور: اشرف غني: افغان سوله کې د طرحو وړاندې کول افغانان له خپل مسیر څخه نه‌شي اړولی

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د ترکیې راتلونکې ناسته چې تمه ده د اپریل په لومړیو کې جوړه شي، د افغانستان لپاره برخلیک ټاکوونکې ګڼي او زیاتوي، دې غونډه کې به د افغانستان د سولې په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

ښاغلي عبدالله د فرانسې ۲۴ ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، دوی دوه طرحې لري چې طالبانو سره پرې خبرو ته چمتو دي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي ویلي: "دوه موضوعات زموږ په مخ کې دي. یوه د لنډې مودې لپاره د قدرت وېش دی. موږ د قدرت وېش په اړه له خپلو همکارانو سره خبرې او شرایط شریک کړي دي، خو تر اوسه طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. موږ د قدرت وېش نظریه رد کړې نه‌ده او چمتو یوو چې په دې اړه خبرې وکړو. دوهمه موضوع چې طالبانو ته به د منلو وړ وي یا نه، هغه به وروسته معلومه شي، خو موږ له وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یوو."

په دې اړه نور: عبدالله: طالبانو سره د قدرت ویش او له وخته مخکې ټاکنو ته چمتو یو

خو ښاغلی عبدالله دا هم وايي، که طالبان فکر کوي چې د بهرنیو عسکرو له وتو وروسته به، په زور افغانستان ونیسي، لویه تېروتنه کوي.

طالبان بیا د راتلونکي نظام بحث د افغانانو خپل‌منځي موضوع بولي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم که څه د ښاغلي عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه ښيي، خو له دې وړاندې یې ازادي راډیو ته ویلي و، دوی له یوه داسې اسلامي نظام ملاتړ کوي چې د افغانستان ټول لوري په کې ګډون ولري.

خو د جمهور رئیس غني له‌خوا له وخت مخکې د ټاکنو د کېدو په اړه، طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې دا طرحه رد کړې وه.

په دې اړه نور: له وخته مخکې احتمالي انتخابات؛ طالبان: هېڅکله د درغلیو ډک بهیر کې ګډون نه کوو

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسیون وايي، د ترکیې په غونډه کې به بنسټیز بحث د هغې طرحې په اړه وي چې زلمي خلیل‌زاد وړاندې کړې او د یوه مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتنه یې کړې.

شنونکی شهزاد مسعود وايي، د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ ځینو سیاسیونو په دې طرحه کې یو شمېر اصلاحات اړین بللي او ترې ملاتړ یې کړی: "عملي به هغه طرحه وي چې د عملي کېدو وړتیا ولري. زما په اند چې د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ طرحه چې د جمهوریت اصل هم په کې و، خو یو شمېر ملاحظات یې لرل. که هغه اصلاح شي، مناسبه طرحه به وي."

شنونکی شهزاد مسعود

خو د افغانستان حکومت بیا د ټاکنو پرته د بل هر ډول حکومت طرحه رد کړې او هغه یې خوب او خیال بللی دی.

خو داسې مهال چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره د سیاسي طرحو د وړاندې کېدو بحثونه مطرح کېږي، په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الکساندر د دې ټولو ستونزو رېښه پاکستان بولي.

ښاغلي الکساندر "THE HILL" بریتانوۍ ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې د پای غوښتنه کړې_هغه تور چې پاکستان يې تل ردوي.

هغه زیاته کړې، د دې لپاره چې دا جګړه پای ته ورسېږي، پر پاکستان باید سخت بندیزونه ولګول شي او دا هېواد د پیسو مینځلو د نړیوال صندوق د مالي عمل کاري ځواک له‌خوا تور نوم‌لړ کې راوستل شي.

کریس الکساندر له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ کلونو افغانستان کې د کاناډا سفیر او تر خوا یې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما مرستیال و.