ګډ ګواښ؛ ارګ وايي طالبانو لا هم القاعده شبکې سره اړيکې نه دي پرې کړي

ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر طالب وسله وال

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې ته ډېر وخت نه دی پاتې، خو د امریکا نوې ادارې او متحدانو یې یوه خوله پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه هر ډول تصمیم دوی ته اندېښنو سره مل دی.

تازه نیويارک ټايمز ورځپاڼې ويلي چې د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي دي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې چې له افغانستانه ووځي او یو ګډ حکومت جوړ شي، ښایي طالبان په دوو- درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي.

په دې اړه نور: د امریکا استخبارات: که امریکا له افغانستانه ووځي ښايي طالبان یې ونیسي

دغې ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي خپور کړی، دې چارواکو دا هم ویلي، که طالبان په زوره افغانستان ونیسي القاعده شبکې ته به اجازه ورکړي چې بیا په افغانستان کې سره منظمه شي.

رویټرز اژانس لیکي چې سپینې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د افغان او نړیوالو ځواکونو مبارزه د مشترک ګواښ پر وړاندې ده،پرېکړه یې هم مشترکه ده

د نیویارک ټایمز په باور یو شمېر امریکایي چارواکي تر دې راپور وروسته اوس د دې پلوي کوي چې امریکایي ځواکونه د مې د لومړۍ نېټې تر ضرب الاجل ور هاخوا هم په افغانستان کې پاتې شي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه امریکایانو له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او دا ژمنه یې وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي چې اوس یې شمېر ۲۵۰۰ ته رسولی دی.

د جمهور رئيس مرستيال وياند دواخان مينه پال

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغان او نړیوالو ځواکونو مبارزه د مشترک ګواښ پر وړاندې ده، دا چې مبارزه مشترکه ده تصمیم هم مشترک نیول کېږي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال هم د طالبانو او القاعده اړیکې تائیدوي او ګواښ یې بولي: "تر اوسه هم لا د القاعده په شمول له نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو اړیکې نه دي پرې شوي، د دوی ترمنځ اړیکې د افغانستان او نړیوالو شریکانو لپاره یو ګواښ دی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د جرمني پارلمان د تېرې بنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲ میلادي کال تر جنوري میاشتې پورې غځوي.

په دې اړه نور: جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغځاوه

جرمني په افغانستان کې ۱۳۰۰ عسکر لري.

خو طالبانو بیا د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په صادرولو سره ګواښ وکړ که امریکا سره د شوې هوکړي پر بنسټ ټول بهرني ځواکونه تر ټاکلې مودې پورې چې په هوکړه کې روښانه ده، له افغانستانه ونه وځي، دوی به یو وار بیا پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه پیل کړي.

په دې اړه نور: طالبان: که بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي پرضد یې جګړه پیلوو

امریکايي استخباراتي ادارو یو وار بیا د ګډ حکومت د جوړېدو خبره داسې مهال کړې چې ویل کېږي د ترکیې په غونډه کې چې ټاکل شوې دې نېږدې راتلونکې کې په استانبول کې جوړه شي خبرې وشي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته سره په خبرو کې په داسې حال کې چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي وايي، د دوحې په خبرو کې پرمختګ نورو لپاره هم ګټورې تمامېدلای شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد

دی وايي: "زما د معلوماتو پر بنست د قطر په بین الافغاني مذاکراتو کې په ډېرو خبرو کې پرمختګ شوی که په دوحه کې ژر موافقه وشي، نورو غونډو لپاره به ګټوره تمامه شي."

خو دا چې دې خبرو کې څه ډول پرمختګونه شوي؟ ښاغلي دین محمد یې په اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

طالبان هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تائیدوي چې د دوحې په خبرو کې پرمختګونه شوي دي.