استانبول غونډې ته د افغانستان هیله؛ عبدالله: تمه ده د سولې په اړه یو پرمختګ وشي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

افغانستان هیله‌من دی چې په استانبول کې کېدونکې غونډه د سولې روان بهیر د پرمختګ لوري ته سیخ کړي.

افغانستان داسې مهال په ترکیه کې کېدونکې غونډې پورې هیلې غوټه کړي چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو د پوځي حضور په اړه خپله وروستۍ پرېکړه د افغان سولې پروسې پورې تړلې چې ایا په نږدې راتلونکي کې به په دې اړه نوې پیل شوې هڅې یوه نتیجه ورکړي او کنه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وایي، تمه ده چې د افغانستان د سولې په اړه د استانبول په کېدونکي غونډه یو پرمختګ وشي.

ښاغلي عبدالله دا خبره د ترکیې له انادولي خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه چې پرون خپره شوې کړې ده.

عبدالله وایي، په تېرو څو میاشتو کې په دوحه کې دواړو لورو ډېرې خبرې وکړې، په دوحه کې د سولې پروسه به دوام ولري، خو هیله شته چې د استانبول په غونډه کې به چې تمه کېږي، په لوړه کچه به ترسره شي، د سولې په روانو هڅو کې یو پرمختګ وشي.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "موږ باید د پام وړ یو پرمختګ ته ورسېږو. نهایي، نهایي موافقه به البته وخت نیسي، خو موږ باید لږترلږه په یو څو اصولو موافقه وکړو او د اوربند په اړه یوه موافقه به خورا، خورا مهمه وي."

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

تر اوسه د استانبول د غونډې د جوړېدو دقیقه نېټه نه‌ده په ډاګه شوې، خو ویل شوي چې دا غونډه به د راروانې اپرېل میاشتې په نیمایي کې جوړه شي. دغه غونډه چې د امریکا له‌خوا یې وړاندیز شوی، مشري به‌یې د ملګرو ملتونو په غاړه وي.

دغه‌راز د دې غونډې او په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبورا لاینز پرون له عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي چې دیبورا لاینز او عبدالله دواړو د شخړو پر کمېدو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سوله‌ییز جوړجاړي د اړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د افغانستان، طالبانو او دغه‌راز د افغانستان په مسئله کې د ښکېلو نورو لوبغاړو استازي به په کومه کچه د استانبول په غونډه کې ګډون کوي، خو د افغانستان د سولې لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې تر اوسه‌یې د استانبول په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

مسکو چې د مارچ په ۱۸مه استانبول ته ورته د افغان سولې په اړه د یوې غونډې کوربه و، د افغانستان لپاره‌یې ځانګړي استازي کابلوف پرون چهارشنبه یوې انلاین غونډې ته چې د روسیې تاس خبري اژانس راخیستې ویلي، روسیه په افغانستان کې هر څومره ژر چې کېدای شي، د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو غونډو ملاتړ کوي، خو د استانبول د غونډې په اړه‌یې له خپلو امریکایي ملګرو او نورو شریکانو غوښتي چې د دې غونډې د محتوا په ګډون ځیني سندونه ورسره شریک کړي چې تر مطالعې وروسته به‌یې په دې اړه چې ایا په دې غونډه کې ګډون وکړي او کنه، پرېکړه وکړي.

د افغان سولې په اړه مسکو کې جوړه شوې غونډه

که څه هم تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د استانبول په غونډه کې به په مشخص ډول پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي، خو امریکا د افغان سولې د بهیر د ګړندي کولو د هڅو په ترڅ کې په دې وروستیو کې د جګړې دواړو لورو ته د سولې یوه نوې طرحه وړاندې کړې او همدا شان‌یې د بهرنیو چارو وزیر افغان ولسمشر ته په یوه استولي لیک کې له هغه غوښتي چې د واشنګټڼ د سولې د روانو هڅو کلک ملاتړ وکړي.

د واشنګټن په دغو نويو هڅو کې د سولې په نوم د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو خبره هم شوې چې افغان جمهور رئیس ورسره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

جمهور رئیس اشرف غني چې د انتخاباتو له لارې یې د واک پر لېږدولو ټینګار کړی، په ارګ کې د سرچینو په حواله د استانبول د غونډې لپاره‌یې یوه نوې طرحه برابره کړې چې د موافقې په صورت کې به د سولې په چوکاټ کې د نوي حکومت د جوړولو لپاره له وخته مخکې یعنې په شپږو میاشتو کې انتخابات ترسره کېږي.

Your browser doesn’t support HTML5

" د انتخاباتو له لارې د واک د لېږد پر اصل جوړجاړی ممکن نه دی"

طالبان چې له امریکا سره د شوي تړون په بشپړ عملي کولو ټینګار کوي، د افغانستان د دولت دغه طرحه رد کړې او انتخاباتو ته په اشاره‌یې ویلي چې په هغو پروسو کې چې د دوی په وینا په افغانستان کې ناکامې وې، هېڅکله هم ګډون نه‌کوي.

په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په پروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې هم له افغانستانه د ځواکونو ایستل د سولې په خبرو کې په پرمختګ پورې وتړه.

سټولټنبرګ وویل، په دې غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په‌کې ګډون کړی و، له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه ونه‌شوه. ښاغلي بلېنکن هم خپلو ناټو متحدانو ته وویل چې واشنګټن تر اوسه پر مختلفو لارو غور کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ د موافقې له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

دغه ضرب‌الاجل ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده، خو ایا د استانبول غونډه به چې په دې موده کې جوړېږي وکولای شي، د سولې روانې هڅې د پرمختګ یوې داسې مرحلې ته ورسوي چې د افغانستان د جګړې درې مهمو، د افغانستان دولت، طالبانو او امریکا ته د منلو وړ وي؟ دا به وروسته معلومه شي.