غني: ایران ته وړیا اوبه نه ورکوو، د تېلو یا نورو توکو په بدل یې پلورو

د کمال خان بند

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نور ګاونډي هېواد ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په خبره یې د تېلو یا نورو توکو په بدل کې یې پرې خرڅوي.

ښاغلي غني دا څرګندونې نن چهارشنبه (د وري ۴مه) نیمروز ولایت کې د کمال خان بند له پرانېستلو وروسته یوه ولسي غونډه کې وکړې.

د کمال خان بند د پرانیستې مراسم،انځوریزه بڼه

نوموړي وویل، اوس تر پخوا د اوبو مدیریت ته ښه زمېنه برابره شوې ده: "اوس اعتماد د دې پيدا شوی چې انشاالله د افغانستان ټولې اوبه به مهار شي، سږ کال نا معلوم دی، له ملي شورا مې غوښتنه دا ده چې ملاتړ مې وکړئ چې د افغانستان اوبه مدیریت کړو او په ټینګه یې مدیریت کړو"

کمال خان بند د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی چې له مرکز زرنج څخه شاوخوا شل کیلو متره واټن لري.

دا بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او تر څنګ یې نهه میګاواټه بریښنا تولیدولای شي.