د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ) د افغانستان دولت او نړیوال ملاتړي یې تورن کړي چې د سولې بهیر کې د ښځو د بشپړ ګډون یقیني کولو کې پاتې راغلي دي.
دغه بنسټ د سولې په تړاو د مسکو په ناسته کې د افغانستان له لوري د یوې ښځې د انتخاب په غبرګون کې دا تور لګولی دی.
د بشر حقونو څار بنسټ په یوه راپور کې، دغه کړنه، د ښځو د هڅو پر وړاندې په وروستیو دوو لسیزو کې "وحشتناکه نهپاملرنه" بللې ده.
د دغه بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د سولې په پروسه کې د ښځو په کمرنګوالي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت باید اجازه ورنهکړي چې په راتلونکې ناسته کې دغه تجربه تکرار شي.
“The minimal inclusion of women at the Moscow talks shows an appalling disregard for Afghan women’s struggle for over a decade to be full participants in peace processes as called for by the UN Security Council.” https://t.co/sWbkZGKZBa
— Heather Barr (@heatherbarr1) March 23, 2021
اغلې بار زیاتوي: "د افغانستان مشران باید اطمینان حاصل کړي چې ښځې د سولې د پروسې د هرې مرحلې بشپړې ګډونوالې دي او اجازه دې نهورکوي چې د مسکو ناسته نوی معیار او حتی تر ټولو ټیټ معیار وګڼل شي. په ټوله نړۍ کې څېړنو ښودلې چې د ښځو ګډون په سوله کې بریالیتوب او پایداري ده، نو د ښځو په حذفولو سره به ټول افغانان له ماتې سره مخ شي."
افغان حکومت د دغه انتقاد په غبرګون وايي، د مسکو د ناستې ګډونوال د روسیې لهخوا انتخاب شوي وو، خو د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه غوښنه وي.
د مسکو په ناسته کې د افغانستان د دولت په ۱۲ کسیز پلاوي کې یوه مېرمن، اغلې حبیبه سرابي شامله وه.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په ۲۰ کسیز پلاوي کې بیا څلور ښځې دي او د طالبانو په پلاوي کې خو ټول نارینه دي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، د افغانستان د سولې خبرې چې د اپرېل په میاشت کې په ترکیه کې کېږي که د مسکو د ناستې تجربه پهکې تکرار شي، د ښځو حقونه به په هرې هوکړه کې له خطر سره مخ شي.
په ناروې کې د افغانستان مخکېنۍ سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي: "په کورنیو او بهرنیو لویو سیاسي ناستو کې د ښځو حضور مهم دی، هم د افغانستان سیاسیون او هم هغوی چې له افغانستان نه بهر د سولې د خبرو کوربهتوب کوي باید د افغانستان ښځې د افغانستان د ټولنې د مهم او انکار نهمنونکي عنوان په توګه ومني."
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د سولې په مذاکراتو کې د ۳۰ سلنه ښځو پر ګډون ټینګار کوي.
د دغه کمیسیون ویاند ذبیحالله فرهنګ ازادي رادیو ته وویل، د سولې بهیر یاید پراخ او د سیاسي مشرانو په انحصار کې نهوي.
ښاغلي فرهنګ زیاته کړه: "د سولې د بهیر پراخوالی، د بشر حقونو تلپاتی محور، عدالت او د ټولو افغانانو د بشر حقونه زموږ حتمي ملاحظات دي چې باید د سولې په بهیر کې په پام کې ونیول شي."
په قطر کې د سولې د خبرو د پلاوي یو غړی غلام فاروق مجروح وايي، دغه پلاوی په ټولو ناستو کې، د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړ کوي او د ترکیې په ناسته کې به د ښځو ونډه ډېره وي.
ښاغلی رنجبر زیاتوي: "د ترکیې ناسته چې په راتلونکو څو ورځو کې به جوړه شي، د محتوا او پراختیا له اړخه به د مسکو له ناستې سره توپیر ولري. هیلهمند یم د ښځو ونډه پهکې ډېره وي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۳۲۵ پرېکړهلیک کې هم د سولې او امنیت په ساتلو کې د ښځو پر برابر مشارکت ټینګار شوی دی.
که څه هم په وروستیو دوو لسیزو کې د ښځو د مناسبو حقونو لپاره چې د سیاست او سولې په برخو کې دي، ډېرې پيسې لګېدلي خو د ښځو د حقونو فعالان اوس هم له طالبانو سره په خبرو کې د خپلو لاسته راوړنو د لهمنځه تللو اندېښنې لري.