د ایغوریانو ځپل؛ اروپايي ټولنې پر ۴ چینایي چارواکو او یوه بنسټ بندیزونه ولګول

ارشیف، د چین په اورمچي کې ایغوریان

اروپایي ټولنې پر څلورو چینایي چارواکو د دې لپاره بندیزونه ولګول چې په باور یې دغو کسانو په ایغور ایالت کې د مېشتو مسلمانانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

له دې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو داسې مستند راپورونه خپاره کړي چې د چین له خوا د ایغور مسلمانانو شکنجه، اجباري کارونه، شدید کنټرول او ځپل په کې ښکاري.

د ملګروملتونو د موندنو له مخې، د چین په شېن جېن ایالت کې نژدې یو میلیون ایغور او نور لږکي مسلمانان نیول شوي او په کمپونو کې ساتل کېږي.

دې کمپونو کې ایغوریان ساتل کیږي

د اروپایي ټولنې رسمي جریدې پرون دوشنبه (د وري ۲مه) پر دغو چینایي چارواکو د بندیزونو خبر خپور کړ.

دغو چارواکو کې چې د سفر بندیزونه پرې لګیدلي او پانګې یې کنګل شوي د ایغور ایالت د امنیتي بیرو عمومي مدیر چن منګ ګوو، د استازو جرګې مرستیال ژوهي لون او د شین جین ایالت دوه نور چارواکي وانګ منګشان او وانګ جون ژانګ شامل دي.

په دې اړه نور: لویدیځو هېوادونو پر چین د ایغوریانو په خاطر بندیزونه ولګول 

د اروپایي ټولنې په رسمي جریده کې لیکل شوي چین د ایغور مسلمانانو د خپل سره توقیف، هغوی سره د سپک چلند او دغه راز د مسلمانانو د عقایدو او مذهبي ازادیو د محدودولو په خاطر ملامت دی.

اروپایي ټولنې ویلي، د شېن جېن د امنیت عمومي بیرو یا اداره هم د بندیزونو تر هدف لاندې ده، ځکه د دوی په وینا دا بیرو د مسلمانانو د کمپونو په مدیریت او د نورور سیاستونو په پلي کولو تورنه ده.

یو ایغوري سره د چین د پولیسو تاوتریخوالی

پېکېنګ هم په غچ اخېستونکي اقدام کې سملاسي د اروپایي ټولنې پر لسو چارواکو او څلورو بنسټونو بندیزونه ولګول.

چین دغه کسان په شېن جېن ایالت کې د چین حاکمیت او ګټو ته په زیان اړولو تورن کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له اروپایي ټولنې غوښتي چې "خپله تېروتنه اصلاح کړي" او د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

چین له ایغور مسلمانانو سره د هر ډول ناوړه چلند تورونه رد کړي او ویلي یې دي، په کمپونو کې هغوی ته له سخت دریځۍ او افراطیت سره د مبارزې روزونه ورکول کېږي.