د افغانستان دفاع وزارت: د علیپور ضد پیل شویو عملیاتو کې د هغه ۱۲ وسله‌وال ووژل شول

ارشیف، د افغان ځواکونو د زغروالو وسایطو کاروان

د افغانستان دفاع وزارت تأییدوي چې په بهسودو کې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې تر نسکورېدو وروسته د ځایي قوماندان عبدالغني علیپور وسله‌والو پر وړاندې عملیات پیل کړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره ورځ پیل شوي او په ترڅ کې یې د علیپور نږدې ۲۰ وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

ښاغلی امان زیاتوي: "په هغو بریدونو کې چې د ملي اردو د ځواکونو له‌خوا د علیپور او نورو غیر مسؤله وسله‌والو پر وړاندې پیل شول، د دوی ۱۲ تنه وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي. امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي دغې ولسوالۍ ته بېرته امن نظم راولي."

ښاغلي امان ونه‌ویل چې دا عملیات به‌یې تر څه وخته دوام وکړي، خو تر دې وړاندې د دفاع سرپرست وزیر محمد یاسین ضیا په ګډون افغان چارواکو ویلي چې د ملي اردو د نسکورې شوې هلیکوپټرې د قربانیانو غچ به اخلي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب پرون په کابل کې یوې خبري غوڼډې ته وویل چې علیپور او خپل‌سري وسله‌وال په یادې ولسوالۍ کې د قانون د تنفیذ مخه نیسي، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، نو د ده په خبره د طالب او عليپور ترمنځ هېڅ توپیر نه‌شته.

په همدې حال کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق پر حکومت غږ کړی چې د ځواک په کارولو کې دې له بېړي کار نه‌اخلي، څو په سیمه کې ملکي وګړي له زیانه خوندي پاته وي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان بیا تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په پیل شويو عملیاتو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د یوې امنیتي سرچینې له‌خوا ازادي راډیو ته په یوې استول شوې وېډیو کې هغه څرخي الوتکه ښکاري چې د چهارشنبې په شپه په بهسود ولسوالۍ کې رانسکوره شوه.

عليپور په یوه غږیز پیغام کې د ده د کسانو له‌خوا دا اقدام یو ډول توجیه کړی دی.

عبدالغني علیپور

علیپور خپل وسله‌وال کسان "د مقاومت ځواکونه" وبلل او ویې‌ویل چې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې به‌یې مبارزه جاري وي.

د الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۹ کسان ووژل شول چې ۴ تنه پیلوټان او ۵ تنه نور د امنیتي ځواکونو غړي وو.

دفاع وزارت وژل شوي پیلوټان عبدالکریم رحیمي، فضل وهاب امیري، محمد انور عمر او محفوظ نېکزاد بللي چې د جمعې په ورځ‌یې جنازې خاورو ته وسپارل شوې.

عبدالغني علیپور د ۱۳۹۷ لمریز کال په لېندۍ/ قوس میاشت کې د خپل‌سرو وسله‌والو فعالیتونو په تور نیول شوی و چې وروسته د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په ملاتړ له بنده خوشې شو.