د نړۍ ځینې رهبرانو د 'اسټرازینیکا' په لګولو د دغه واکسین تطبیق بېرته پیل کړ

د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس ته د اسټرازینیکا لومړی ډوز ولګید

د نړۍ ځینو چارواکو او رهبرانو پرون جمعه (د مارچ ۱۹مه) ځانونو ته د اسټرازینیکا واکسین په لګولو سره د دغه واکسین تطبیق بېرته پیل کړ.

د فرانسې صدراعظم ژان کاستکس پرون د خپل هېواد یوه پوځي روغتون ته ورغی او د اسټرازینیکا لومړی ډوز ورته ولګول شو.

په فرانسه کې تېره جمعه هغو کسانو ته د کرونا ضد دغه واکسین لګول بېرته پیل شول چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو زیات دی.

په لندن کې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم ویلي چې د اسټرازینیکا واکسین لومړی ډوز یې د جمعې په ورځ ولګاوه.

د بریتانیا صدراعظم هم ویلي چې دا واکسین یې لګولی

ده ټینګار وکړ چې دغه واکسین هم د نورو هغو په څېر خلک د کرونا ویروس پر وړاندې خوندي کوي.

د دې تر څنګ د بریتانیا د روغتیايي خدماتو ملي ادارې مشر سایمن سټیفن هم پرون جمعه د اسټرازینیکا واکسین لومړی ډوز ولګاوه.

په سلوانیا او ګرجستان کې هم د دواړو هېوادونو ولسمشرانو همدغه واکسین ولګاوه او خپلو خلکو ته یې وویل چې له دغه واکسینه بېره نه ده په کار.

ګڼو اروپايي هېوادونو له دې بېرې چې دغه واکسین تر لګولو وروسته په ځینو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو سبب کېږي، د واکسین لګول د لنډې مودې لپاره وځنډول.

خو د جمعې په ورځ نږدې ټولو اروپايي هېوادونو د اسټرازینیکا واکسین لګول بېرته پیل کړل.

په دې اړه نور: کرونا؛ د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتیا ډاډ ورکړل شو

د اروپايي ټولنې د روغتیايي خدماتو ادارو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرونا ضد دغه واکسین خوندي دی او هېڅ داسې شواهد نه شته چې د واکسین او د وینې د غوټه کېدو ترمنځ دې کوم ارتباط وي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم تر دې مخکې د اسټرازینیکا واکسین د خوندیتوب ډاډ ورکړی و.

د ګرجستان ولسمشرې هم دا واکسین تطبیق کړ

د اروپايي کمېسیون ویاندې ډانا سپینانت (Dana Spinant) پرون وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو له لوړ شمېر سره- سره، د ناروغانو ښه مدیریت او درملنې په دغه ویروس د مړینو شمېر کم کړی دی.

نوموړې وویل: "په ځینو هېوادونو کې د کرونا ویروس د وبا درېیمه څپه په راڅرګندېدو ده. پر ځینو هېوادونو درېیمه څپه راغلې ده. ښه خبر دا دی چې د بېلابېلو دلایلو له مخې په کرونا ویروس د مړینو شمېر کم شوی دی."

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۲۲ میلیونو اوښتی دی.

تر پرون جمعه په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین ۴۱۰ میلیونه ډزه لګول شوي چې د نړۍ د وګړو څه باندې پنځه فیصده جوړوي.