ارګ: خلیلزاد جمهور رئیس غني ته د خپلو وروستیو سفرونو او فعالیتونو معلومات ورکړل

د جمهور رئیس محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد نننۍ لیدنه

په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه مسکو کې جوړېدونکې ناستې ته یوازې درې ورځې پاتې دي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی دی.

کابل کې د امریکا سفارت هم ازادي راډیو ته د ښاغلي خلیلزاد راتګ تأیید کړ.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر په ارګ کې له ښاغلي خلیلزاد سره کتلي او نوموړي د خپلو وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړي او دواړو د سولې بهیر د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

یو شمېر رسنیو بیا ویلي چې ښاغلي خلیلزاد د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

تر اوسه د دې ناستې د نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه‌شته.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر منلې چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدنکې ناسته کې ګډون کوي.

د دې دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ به ۱۰ کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

ښاغلی نعیم زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ به ۱۰ کسیز پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي."

خو طالبانو د استانبول په غونډه کې د ګډون په اړه لا تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دا هم ویلي چې تېره شپه په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي، د ملا برادر په مشرۍ د طالب پلاوي، د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ترمنځ یوه درې اړخیزه غونډه هم شوې چې په خبره‌یې د دوحې د هوکړې پر تطبیق، د افغانستان په وضعیت او د بین‌الافغاني خبرو په دوام په‌کې خبرې شوې دي.

طالبان داسې مهال د مسکو په غونډه کې خپل ګډون اعلانوي چې افغان حکومت هم منلې چې د افغان سولې په اړه د مسکو او ترکیې ناستو کې ګډون کوي، خو لا تر اوسه‌یې خپل پلاوی نه‌دی ټاکلی.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ ویلي و چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ملي مصالحې عالي شورا په دې کار کوي چې په یادو ناستو کې د ګډونوالو کچه معلومه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د مسکو ناسته د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه جوړېږي او د استانبول غونډه د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه جوړېږي.

افغان سیاسیون له دې ډلې قاضي محمد امین وقاد د روسیې او ترکیې په ځانګړي ډول د استانبول غونډه چې ملګري ملتونه او د سیمې او نړۍ د هېوادونو استازي به هم په‌کې ګډون وکړي د افغانستان د سولې لپاره مهمه او برخلیک ټاکونکې ګڼي.