د سولې په اړه د امریکا پلان کې مؤقته اداره او د اوسني حکومت د بدلون غوښتنه شوې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

راپورونه وايي، د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان لپاره د سولې داسې یو پلان چمتو کړی چې د اوسني حکومت د بدلون او د یوې مؤقتې ادارې د جوړېدو غوښتنه په کې شوې.

د سولې دې پلان کې چې رویټرز او اسوشیټېډ پرېس خبري اژانسونو یې متن لیدلی، راغلي چې دا مؤقت حکومت به د افغانستان پر نوي اساسي قانون د موافقې او د انتخاباتو د ترسره کېدو تر مهاله واکمن وي او په عین حال کې به یو ګډ کمېسیون پر اوربند څارنه کوي.

په دې اړه نور: خلیلزاد د پاکستان له پوځي مشرانو سره پر افغان سولې غږېدلی

د راپورونو له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا طرح له ولسمشر اشرف غني، د اپوزیسیون له مشرانو، د مدني ټولنو له استازو او په قطر کې د طالبانو له مرکچیانو سره شریکه کړې ده.

د دې طرحې له مخې د مؤقت حکومت د واکمنۍ پر مهال به ملي شورا یا پراخېږي او د طالبانو استازي به هم په کې شاملېږي او یا به تر انتخاباتو پورې منحلېږي.

په نوې طرح کې راغلي، افغانستان نه شي کولای په خپله خاوره کې هغو تروریستي ډلو یا فعالیتونو ته اجازه ورکړي چې نور هېوادونه وګواښي.

همدا راز له طالبانو غواړي چې له ګاونډیو هېوادونو سره له پوځي اړیکو لاس واخلي او له خپلو پټن ځایونو ووځي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د یوه چارواکي په ګډون د افغان حکومت سرچینو د دې طرحې ثقه توب تایید کړی دی.

د دې طرحې ځینې برخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن په هغه لیک کې هم راغلي دي چې په روانه اوونۍ کې یې افغان ولسمشر اشرف غني ته واستاوه او کورنیو رسنیو یې جزئیات خپاره کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکېن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه(د کب ۱۸مه) په خپل عادي خبري کنفرانس کې د دې طرحې د محتویاتو په اړه له څه ویلو دډه وکړه او ویې ویل، واشنګټن په دې پوهېږي چې دا پروسه باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پرمخ ولاړه شي.

پرایس وویل، دا به له وخته مخکې وي که ووايي چې د افغانستان د سولې خبرې څنګه پرمخ ځي، خو هغه زیاته کړه، د بهرنیو چارو وزارت باور لري چې د سولې د خبرو پرمختګ ممکن دی او واشنګټن له دې پرمختګ سره هر راز مرستې ته چمتو دی.

پرایس دا یادونه هم وکړه چې ښاغلی خلیلزاد به د یو څه مودې لپاره په دوحه کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ښاغلي غني ته په خپل لیک کې وړاندیز کړی چې افغان مشران دې په راتلونکو څو اونیو کې په ترکیه کې د لوې کچې په یوه غونډه راټول شي څو د سولې پر یوه تګلاره توافق وکړي.

ولسمشر غني د مؤقت حکومت د جوړېدو له طرحې سره مخالفت کړی او یو ځل خو یې حتی دا هم وویل چې څو دی ژوندی وي د مؤقت حکومت جوړېدو ته به اجازه ورنه کړي. رویټرز خبري اژانس پرون د ارګ د یوه جګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې وايي د کوم کنفرانس یا سیاسي موافقې په نتیجه کې مؤقت حکومت دوی ته د منلو وړ نه دی.

طالبانو د اوربند او انتخاباتو غوښتنې رد کړي دي، خو د طالبانو یوه مشر رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې که څه هم د دوی استازي په مؤقت حکومت کې برخه نه اخلي، مګر له جوړېدو سره یې هم مخالفت نه کوي.