له توقیف خونې د الکسي ناوالنۍ پیغام: د زندان له هټیه د ډوډۍ پېرلو اجازه نه لرم

د روسیې د حکومت مخالف الکسي ناوالنۍ

د روسیې د حکومت مخالف الکسي ناوالنۍ په توقیف کې وروسته له هغه خپل لومړی پيغام لېږلی چې په فبرورۍ میاشت کې په مسکو کې له یوه توقیف خونې څخه 'ولادمير' سیمې ته انتقال شو.

ویل کېږي دی به هلته له نور نفوسه په یوه لېرې سیمه کې په بند کې وساتل شي چې د روسیې په اروپايي برخه کې له تر ټولو سختو زندانونو ګڼل کېږي.

په دې اړه نور: الکسي ناوالنۍ د مسکو له یوه بدنامه توقیف‌ځایه لېږدول شوی

الکسي ناوالنۍ د مارچ په درېیمه نېټه پر خپل انسټاګرام پاڼه په پيغام کې ویلي چې دی په کلچوګینا ښار کې په درېیمه توقیف خونه کې دی او هلته له نورو بندیانو سره شناخته شوی دی.

ده لیکلي: "هر څه سم دي او دلته هره ورځ د قدم وهلو لپاره ځای هم شته."

ده زیاته کړې چې له ده سره په زندان کې نورکسان او دی ډوډۍ وچوي او بیا یې خوري ځکه د زندان له دوکانه د ډوډۍ اخېستو اجازه نه لري.

رسنیو راپور ورکړی چې ناوالنۍ به په یوه داسې زندان کې ساتل کېږي چې له نور نفوسه لېرې د مسکو په سل کیلومترۍ کې موقعیت لري.

دا زندان د روسيې فدراسیون په اروپايي برخه کې تر ټولو سخت ګڼل کېږي.

په دې اړه نور: امریکا د ناوالنۍ په تړاو د روسیې پر ۷ لوړ رتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل

د روسیې حکومت د فبرورۍ په ۲۶مه تایید کړه چې ناوالنۍ له مسکوه بل ځای ته انتقال شوی دی، چېرته چې دی له جنورۍ میاشتې راهیسي بندي و.

ناوالنۍ په جنورۍ میاشت کې روسیې ته له رسېدو سره په هوايي ډګر کې ونیول شو.

دی له درملنې وروسته خپل هېواد ته ستون شو. په تېر اګسټ میاشت کې ګڼو لویدیځو لابراتوارونو معلومه کړه چې دی د نوويچک کیمیاوي موادو په کارولو سره مسموم کړای شوی وو.

روسیې په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي، خو ناوالنۍ ویلي چې د ده د وژلو امر ولسمشر ولادمیرپوتین ورکړی وو.

ناوالنۍ له جرمني روسیې ته له رسېدو سره سم په هوايي ډګر کې ونیول شو

ناوالني په روسیه کې د اداري فساد پرضد فعالیت کوي. کله چې دی د درملنې لپاره په جرمني کې و، په فبرورۍ میاشت کې د مسکو یوې محکمې دی په دوه نیمو کلونو بند محکوم کړ. پرده توردی چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د فساد په قضیه کې يې له ضمانته سرغړونه کړې. ده ویلي چې پر ده تورونه سیاسي انګېزه لري.

د ناوالنۍ له نیول کېدو سره په روسیه کې لاریونونه وشول، خو حکومت د ده د ملاتړیو ځپنه پیل کړې ده.

اروپايي ټولنې او امریکا د مارچ په دوهمه نېټه د ناوالنۍ د قضيې په تړاو پر روسیې نوي بندیزونه ولګول.