د ولسمشر غني او د یوناما د استازې خبرې په ټول شموله سولې ورټولې وې

جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره وکتل

افغان چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره په کابل کې په يوه کتنه کې د سولې پر راتلونکو پړاونو غږېدلی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې د چهارشنبې (د کب ۱۳مه) د ورځې په دې غونډه کې دواړو لوریو د ټول شموله سولې پر موضوع خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

هغه د مارچ په درېیمه نېټه، ماښام ازادي راډيو ته وويل چې خبرې هر اړخیزې وې: "په دې ملاقات کې د سولې د پروسې پر راتلونکو پړاوونو خبرې وشوې. همدا راز د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده شوه او پردې ټینګار وشو چې د افغانانو اصلي غوښتنه چې اوربند ده باید عملي شي."

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم دا ليده کاته ښه ياد کړي دي.

دې ادارې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې دواړو خواوو د ټول شموله سولې او د افغانستان په ملاتړ د سیمه ييزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو وغږېدل.

یوناما په خپل ټويټ کې زیاته کړې چې په دې غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني او یوناما د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز تر څنګ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون درلود.

دا غونډه په داسي حال کې شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي چې نوم یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دی اخېستی، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان حکومت ته د سولې په تړاو یوه طرحه سپارلې ده چې په خبره یې د سولې بهیر چټک کړي.

په دې اړه نور: افغان حکومت ته د خلیلزاد له لوري 'سپارل شوې طرحه' کې کوم موارد شامل دي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې د دې طرحې له مخې باید ملګري ملتونه د افغانستان د سولې د بهیر لپاره سيمه‌ یيزه او نړيواله اجماع رامنځته کړي.

د یاد چارواکي په وینا د افغانستان په سوله کې باید د ملګرو ملتونو رول پیاوړی شي او د همکارۍ په خاطر دغه اداره باید د افغان سولې لپاره یو استازی وګماري.

افغان حکومت تراوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي او هغې طرحې په اړه چې خلیلزاد حکومت ته سپارلې، د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی ایښودو په هدف د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو ترمنځ د قطر په پلازمېنه، دوحه کې د ۲۰۲۰میلادي کال له سېپټمبر میاشتې راهیسې خبرې روانې دي.

مخکې امریکايي او اروپایي چارواکو ویلي چې طالبانو له امریکا سره د ۲۰۲۰میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د لاسلیک کړې موافقې له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

په همدې حال کې په افغانستان کې هدفي حملې زیاتې شوې او شااوخوا یوه اوونۍ مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په تړاو په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹میلادي کال پرتله هدفي وژنې ۴۵ فیصده زیاتې شوي دي.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم په هدفي وژنو کې ووژل شو.

په هدفي حملو کې په وژل شوېو کسانو کې په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي هم شامل دی چې د نوومبر په ۱۲مه نېټه د ده په موټر کې د ايښودل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

افغان حکومت د دغه ډول حملو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو تر ډېره په دغو بریدونو کې لاس درلودل رد کړي.