مېل انلاین: افغانستان کې ډیموکراسي په نازک حالت کې ده

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په جلال‌اباد کې د یوې رسنۍ د درېیو ښځینه کارکوونکو په وژلو یو مطلب خپور کړی دی.

دغه کارکوونکې د سې شنبې په ورځ په دوه بېلابېلو پېښو کې په ډزو ووژل شوې چې مسؤلیت‌یې یوه ورځ وروسته داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

نیویارک ټایمز لیکي، دې پېښې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

لیکنه کې وړاندې راغلي، دا پېښه افغانستان کې په یوه خطرناک حالت کې شوې ده، هغه هم دا چې په ټول هېواد کې امنیتي وضعیت خراب دی او د امریکا ولسمشر جو بایډن پر دې فکر کوي چې د مې میاشتې له مهلت وروسته افغانستان کې خپل سرتېري پرېږدي او که دغلته مأموریت پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې په باور، که ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، طالبان به د جګړې په لیکو کې پیاوړي او بریالي شي او قطر کې به د افغان دولت پر مرکچیانو هم خپلې غوښتنې ومنلی شي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې هم په وروستۍ ګڼه کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د کارکوونکو پر وژنې لیکنه کړې ده.

لیکنه کې راغلي، افغانستان کې ډیموکراسي په نازک حالت کې ده، ځکه دغلته حکومت د ۲۰۱۹ کال له ټاکنو وروسته د یوې سیاسي معاملې او د قدرت د وېش پر اساس رامنځته شوی دی.

د مطلب په دوام کې راغلي چې ۲۰ کلنې جګړې د افغانستان زېربناوو ته سخت زیان اړولی، دفاعي لیکې یې کمزورې کړي او حکومت ته‌یې د ملکیانو ساتنه سخته کړې ده.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د روان وضعیت او د امریکایي ولسمشر جو بایډن د غوراویو په اړه لیکنه کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د امریکا ولسمشر اوس دوه غوراوي مخکې لري، لومړی دا چې د خپلو ځواکونو د وتلو لړۍ ته دوام ورکړي، هغه لړۍ چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پيل او د ډونالد ټرمپ په اداره کې ګړندۍ شوه.

لیکنه کې دوهم غوراوی دا ښودل شوی چې بایډن په افغانستان کې د هوایي ځواکونو په ځانګړې توګه ځانګړو ځواکونو د مأموریت پر دوام غور وکړي او دغه سرتېري له کوم مهالوېش پرته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پرېږدي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې، ټول امریکایي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې (څه کم دوو میاشتو پورې) له افغانستانه ووځي، خو اوس د جو بایډن اداره پر دې تړون غور کوي او طالبانو هم ورته ویلي چې باید پر خپله ژمنه ودرېږي.