امریکا د ناوالنۍ په تړاو د روسیې پر ۷ لوړ رتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل

د کرملین منتقد الکسي ناوالنۍ په مسکو کې د روسي پولیسو له خوا نیول شوی.

د امریکا متحدو ایالاتونو اعلان وکړ چې د الکسي ناوالنۍ په قضیه کې د کرملین چلند د منلو وړ نه دی.

راپورونه وايي، پرون سې شنبه(د کب ۱۲مه) د روسیې اووه تنه لوړرتبه چارواکي د امریکا د متحدو ایالاتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل کړای شول.

امریکايي چارواکي وايي، دا اقدام تر استخباراتي ارزونې وروسته شوی، ځکه په هغو کې څرګنده شوه چې په تېره اګسټ میاشت کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالنۍ په مسمومولو کې د روسیې د امنیتي خدماتو د فډرال ادارې افسرانو لاس درلود. امریکا ویلي چې د دغو اوو چارواکو نومونه به افشا کړي.

په ورته اقدام کې اروپايي ټولنې هم د روسیې پر څلورو لوړرتبه چارواکو بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د ولسمشر جو بایډن د ادارې چارواکو ویلي، واشنګټن پر ۱۴ شرکتونو هم محدودیتونه لګوي چې له روسیې سره د بیالوژیکي او کیمیاوي موادو په تولید کې دخیل وو، په هغوی کې د روسیې ۹ تجارتي شرکتونه هم راځي.

د بایډن د ادارې چارواکو ویلي، واشنګټن پر ۱۴ شرکتونو هم محدودیتونه لګوي.

د امریکا یوه لوړرتبه چارواکي چې نوم یې نه دی اخېستل شوی ویلي، دوی غواړي روسیې ته څرګند پیغام ورکړي چې د کیمیاوي وسلو کارول د بشري حقونو لپاره د روسیې له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي. د دغه چارواکي په وینا، د روسیې دا ډول اقدامات به ورته عواقب ولري.

هلته په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون سې شنبه (د کب ۱۲مه) وویل، که د هر چا له خوا بندیزونه لګول کېږي، دا کار اړیکې لا پېچلې کوي.

لاوروف زیاتوي: "په دې اړه د ویلو لپاره ډېر څه نه شته. موږ مخکې هم د غیرقانوني او یو اړخیزو بندیزونو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی. دا که مدلل یا بې­دلیله بندیزونه وي. دغسې زیات بندیزونه کوم دلیل نه لري د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د همکارانو له خوا یا هم هغو کسانو له خوا لګول کېږي چې په اروپايي ټولنه کې یې له امریکا کاپي کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي بندیزونه اړیکې لا پیچلې کوي.

د امریکا متحدو ایالاتونو او اروپايي ټولنې د روسیې له حکومته غوښتنه کړې چې الکسي ناوالنۍ له بنده خوشې کړي.

ناوالنۍ په تېر اګسټ میاشت کې تر مسمومېدو وروسته د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

هلته ډاکټرانو تر معایناتو وروسته وویل چې دی د نوویچوک په نوم په یو ډول زهرجنه کیمیاوي ماده مسموم کړای شوی دی.

د کرملين دغه منتقد الکسي ناوالنۍ د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

په دې اړه نور: اروپایي ټولنه او امریکا د 'ناوالنۍ' په خاطر پر روسیې نور بندیزونه لګوي

د روسیې یوې محکمې د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې ناوالنۍ د اختلاس په تور په درې نیم کاله تعلیقي بند محکوم کړ.

د فبروري پر ۲۰مه یې د خوشې کېدو لپاره درخواست رد شو، خو په زندان کې د هغه تېر کړي وخت ته په پام سره یې د بند موده دوه نیمو کلونو ته راکمه شوه.

د ناوالنۍ بندي کېدو د مسکو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې پارولي چې په تېرو څو کلونو کې یې په روسیه کې ساری نه و لیدل شوی.