د دیني عقایدو پیاوړتیا پاکستان یووالي ته بیايي او که تُندلارۍ ته؟

ارشیف، پآکستاني طالبان

پاکستاني چارواکي فکر کوي چې د خلکو ترمنځ د دیني عقایدو پیاوړتیا هېواد یووالي ته بیایي، خو سیاسي کتونکي وایي، دغه کار د نه زغملو چاره زیاته کړې او تُندلارۍ ته یې زمینه برابره کړې ده.

په پاکستان کې د سولې مطالعاتو د خپلواک انسټیټیوټ مشر امیر رعنا وایي، دې هڅو د خلکو د پیوستون پر ځای د هغوی ترمنځ واټن او کرکه زیاته کړې ده.

هغه په دې وروستیو کې پر یوې محلي ورځپاڼې لیکلي و چې دیني افراطیت دې ورځو کې د خلکو د هویت یوه برخه ګرځېدلې.

د اسوشیټېډ پرېس په وینا پاکستان کې د سخت دریځو له خوا تاوتریخوالی زیات شوی.

دغه اژانس ویلي، یوازې تېره یوه اوونۍ کې د دغه هېواد سرحدي سیمو کې څلور هغه ښوونکې په ډزو وژل شوي چې د ښځو د حقونو ملاتړو ته یې روزنه ورکوله.

تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان سرحدي سیمو کې څلور ښوونکې وژل شوي

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ته هم د ټویټر له لارې ګواښونه خپاره شوي چې ډېر خلک یې اندېښمن کړي دي.

ملاله چې پاکستاني طالبانو هغه مهال په ډزو وویشته، اوس په لفظي ډول ګواښل کېږي.

په همدې اوونۍ کې د افغانستان سرحد ته نژدې دوو موټر سایکل سپرو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې یو ځوان پولیس یې وواژه.

پر دې سربیره د اسوشیټېدپرېس په وینا وروستیو اونیو کې لږ تر لږه لس پوځي سرتیري او دولت پلوه ملېشې په غلچکي بریدونو او یا پر سخت دریځو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

دا پېښې تر ډېره د پاکستان په لویدیځو سرحدي سیمو کې شوي دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي، د تاوتریخوالي دا پېښې ځکه زیاتې شوي چې د سخت دریځو پر مرکزونو د دوی عملیات ډېر شوي او دغه راز د ده په وینا یو شمېر تٌندلارو له پاکستاني طالبانو سره لاس یو کړی دی.

ملالې یوسفزۍ ته هم په ټویټر کې ګواښوونکي پیغامونه پرېښودل شوي.

د پاکستان د چارو کتونکي وایي، دغه سخت دریځي غواړي د تاوتریخوالي او زور له لارې خپل افراطي نظریات په خلکو ومني.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند جنرال بابر افتخار ادعا کړې چې پاکستاني طالبانو د افغانستان په ختیځ کې ځانته مرکزونه جوړ کړي دي.

د افغانستان دولت بیا دا ادعا رد کړې او تل یې ویلي چې د سخت دریځو مرکزونه په پاکستان کې دي.

جنرال افتخار دغه راز هند تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو له ملګرې ډلې سره مالي مرسته کوي او تجهیزات ورکوي.

له دې وړاندې هندي چارواکو هم ورته تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د پوځي چارو کتونکي اسفندیار میر ویلي، د تیت او پرک افراطي ډلو یوځای کېدل، پاکستان ته لوی خطر پيښولی شي.