د افغانستان د سولې لپاره ۲۰۲۰کال څه ډول کال و؟

ارشیف،عکس تئزیني بڼه لري

په ۲۰۲۰میلادي کال کې د افغانستان د روانې څلویښت کلنې جګړې د پایه ته رسېدو لپاره له بل هر وخت څخه زیاتې هڅې وشوې.

دې کال کې د طالبانو او امریکا نږدې ۲۰ کلنه جګړه ودرېده او د افغانستان د جګړې اصلي کورني اړخونه - افغان حکومت او طالبان - خبرو ته سره کېناستل.

د ۱۳۹۸ لمريز کال د کب په لسمه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې نېټې سره برابره وه، دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا لاسليک شو.

امریکا تېرکال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره هوکړه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په دې غونډه کې د فبروري په نهه ويشتمه وویل: " زه له تاسو غواړم چې دغه پروسه کامیابه کړئ ، زغم ولرئ او په خپلو کارونو مو تمرکز وکړئ اوس د دې فرصت ترلاسه شو چې افغانان په خپلو کې سره کینې او خپل راتلونکی وټاکئ، موږ دې برخه کې همکارۍ ته تیار یو که تاسو وغواړئ."

پومپیو وویل، که طالبان په تړون کې شوېو ژمنو باندې ودرېږي، ۱۴میاشتو کې د ۲۰۲۱ کال مې مياشتې پورې خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کول او له افغانستانه بیا امریکا ته د ګواښ نه‌پېښول، د هوکړې نور لوی شرطونه وو.

د طالبانو له اړخه د قطر دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر غونډې ته لنډه وینا وکړه او دا تړون ‌یې د افغانانو او نړۍ په ګټه وباله:"دا یوه تاریخي ورځ ده او له ټولو ګاونډیو هېوادنو هیله کوو چې څنګه یې د دې هوکړې په کامیابۍ کې هڅې وکړې، همدا شان دې په افغانستان کې د یو اسلامي او قوي نظام په جوړولو کې هم خپلې همکارۍ جاري وساتي."

د قطر دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر

برادر وویل، دغې هوکړې د افغانانو لپاره د خپل منځي خبرو زمینه برابره کړه.

  • خو ايا له دې فرصته استفاده وشوه؟

د افغانستان د مصالحې عالي شورا د دې تړون د یو کلنې په تړاو وايي، افغانانو ته په لومړي ځل داسې یو ښه فرصت په لاس ورغلی.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، که څه هم فرصت بې سارې او بې بدیله دی، خو هغه ډول چې تمه کېده ترې استفاده ونه شوه:​ "د سولې په اړه اوسنی فرصت یو ښه چانس و خو له بده مرغه هغه ډول چې زموږ او د افغانانو توقع و، ګټه ترې پورته نه شوه، له دې فرصت طالبانو سره له دې چې د دوحې په تړون کې ډېر ټینګار شوی و استفاده و نه کړه، د جګړې له شدت سره د افغانانو هیلې دې پروسې له ناهیلې سره مخ شوې، خو افغان حکومت دې پروسې ته خپله ژمنتیا وښوده."

د افغانستان د مصالحې عالي شورا فریدون خوځون

ښاغلی خوځون وايي، افغان حکومت د سولې لپاره خپل ژمنتیا ثابته کړه او دا یې وښوده چې افغان چارواکي د سولې راتک لپاره قوي هوډ لري.

د نوموړي په خبره، دا طالبان دي چې د سولې راتګ لپاره لېوالتیا نه لري.

  • د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه څه ډول ترلاسه شوه؟

دې کار لپاره ۱۰ ځلي د طالبانو مرکچیان او زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي مذاکره کوونکي سره کېناستل.

دا د خبرو داسې پړاوونه و چې تر ډېره د رسنیو له سترګو پټ ترسره کېدل او له پرمختګه‌یې ډېر کم معلومات خپرېدل.

دې ۱۰پړاوه خبرو ټولټال ۱۶ میاشتې وخت ونیوه او په ترڅ کې یې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دوحې سربېره چې د طالبانو سیاسي دفتر په‌کې دی، کابل، اسلام‌اباد، نوي ډېلي، مسکو، بروکسل، تاشکند او ګڼو نورو ښارونو ته لسګونه سفرونه وکړل.

دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لومړی پړاو خبرې د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکټوبر په ۱۲مه دوحه کې پیل شوې.

تردې وروسته نهه پړاوه نورې خبرې اترې هم وشوې چې بالاخره‌یې له مخې د دوحې هوکړه وشوه.

دې خبرو کې ډېرې لوړې ژورې هم راغلي او يو ځل خو دا امکان هم تلو چې امریکایان له طالبانو سره د سولې دا ټولې هڅې پای ته ورسوي.

دا هغه مهال و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې شوې وې، خو کابل کې د طالبانو له یوه برید وروسته ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې لغوه اعلان کړې.

دغه برید کې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سېپټمبر په ۵مه د کابل ښار شش درک سیمه کې وشو، د یوه امریکایي سرتېري په ګډون ۱۲تنه ووژل شول.

له برید وروسته ټرمپ وویل، طالبان د وژنو له لارې سوله کې امتیاز غواړي، نو ځکه دی ورسره شوې خبرې له‌منځه وړي.

تر دې ناخوښ حالت وروسته افغانان د سولې له اړخه یو څه ناهیلي شوه.

دې ناهیلیو شااوخوا پنځه میاشتې دوام وکړ، خو د امریکا دریځ بېرته نرم او د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه يې له طالبانو سره خبرې بیا پيل کړې.

دا د طالب او امریکایي مرکچیانو ۱۰م پړاو خبرې وې چې دوحه کې پیل شوې.

دا خبرو چې د نورو پړاونو پرتله اوږدې وې، پایله‌یې ورکړه او ورسره هوکړه وشوه چې د کب په لسمه د فبرورۍ په ۲۹مه به د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک کېږي.

په همدې ورځ مارک اسپر چې هغه مهال د امریکا د دفاع وزیر و د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره کابل ته ولاړ او هلته‌یې له افغان حکومت سره ګډه اعلامیه خپره کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه مراسمو کې وویل، له طالبانو سره د ده د دولت خبرې به اوږدې او هر اړخیزې وې:​ "نن د دوست هېواد امریکي متحدو ایالاتونو سره د دایمي سولې په خاطر یوه ګډه اعلامیه خپروو چې د دغې اعلامیې د موادو په ترتیب سره به انشالله په افغانستان کې د یوې دایمې سولې لپاره لاره پرانېستل شي."

د امریکا او طالبانو د دوحې په هوکړه کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۱۰مه د بین الافغاني خبرو د پیل ورځ وټاکل شوه، خو په دې شرط چې تر دې نېټې به د طالبانو ۵،۰۰۰ هغه زندانیان خوشې کیږي چې طالبانو یې لېست افغان حکومت ته سپارلی دی.

خو داسې ونه‌شول، افغان حکومت د امریکا او طالبانو د هوکړې پر ځینو مادو نیوکه وکړه او همدا لامل و چې د بین‌الافغاني خبرو پیل څه باندې شپږ میاشتې وځنډېده.

د خبرو ځنډ یوازې دا نه و بلکه دلته دننه په افغانستان کې د انتخاباتو پر سر راپورته شوي جنجالونه هم هغه څه و چې دغه بهیر څه ټکنی کړ.

له میاشتو میاشتو لانجو او کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته حکومت د طالب زندانیانو ازادېدل پیل کړل.

خوشې شوي طالب زندانیان

حکومت په څو پړاونو کې د طالبانو ۴،۶۰۰ زندانیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو چې حکومت خطرناک بلل، د خوشې کېدو پرېکړې ته‌یې مشورتي لویه جرګه راوبلل شوه.

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ ۷مه نېټه وه چې په همدې موخه کابل کې لویه جرګه وشوه.

نږدې درې نیم زره ګډونوالو یې په درېیمه او وروستۍ ورځ خپل پرېکړه‌لیک کې غوښتنه وکړه چې دغه ۴۰۰ زندانیان باید خوشې شي.

له دې غوښتنې سره هم‌مهاله ولسمشر د دغو زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ او طالبانو هم خبرو ته چمتووالی اعلان کړ.

د مشورتي جرګې په ورستۍ ورځ افغان جمهور رئیس وویل:​" طالبانو راشئ، درې نیم زره کسان راټول کړئ چې له تاسو څه غواړي، ماخو تاسو ته سپین چک درکړ، مولوي صیب حبیت الله حاضر یې ولس ته سپین چک ورکړې، زه د حسن نیت لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دوستانه حرکت په توګه غواړم د ۱۷۵ طالب زندانیان خوشې او له زندان څخه ازاد کړم."

له دې اقدام سره شااوخوا میاشت وروسته د سېپټمبر په ۱۲مه د افغانستان په سوله کې نوی څپرکی پرانېستل شو.

دا د طالبانو او افغان دولت ترمنځ لومړی ځل د مخامخ رسمي خبرو پیل و.

که څه هم د عامو افغانانو په شمول ګڼو نړیوالو سازمانونو غوښتنه او تمه درلوده چې د طالب زندانیانو خوشې کول او د بین‌الافغاني خبرو پیل به افغانستان کې دواړو خواوو ترمنځ د اوربند یا اورکم سبب شي، خو برخلاف د تاوتریخوالي پېښې نه‌یوازې دا چې راکمې نه‌شوې، بلکې زیاتې شوې.

طالبانو د فبرورۍ میاشتې له تړون وروسته پر امریکايي او بهرنیو ځواکونو بریدونه ودرول، خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړ چې لا هم دوام لري.

بین‌الافغاني خبري چې د افغانانو ترمنځ د بحثونو لومړنی پړاو وبلل شو، درې میاشتې یې وخت ونیوه.

د خبرو ډېر وخت یعنې ۸۰ ورځې په دې تېرې شوي چې د بین‌الافغاني خبرو تګلاره او اجنډا څه ډول وي.

د ۲۰۲۰ کال د وروستۍ میاشتې ډیسمبر ۲مه نېټه وه چې د دواړو لورو مرکچیان پر دې تګلاره سره سلا شول.

دغو خبرو کې د ډسمبر په ۱۲مه یعنې پوره درې میاشتې وروسته څه باندې ۲۰ورځنۍ وقفه اعلان شوه.

دواړو خواوو وویل چې د دغې وقفې پر مهال به له خپلو مشرانو سره د شویو بحثونو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي.

له دې سره د دولت پلاوی کابل ته او د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته ولاړ.

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال د ولسمشر په ګډون، څو افغان چارواکو طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د خبرو بل پړاو چې د دواړو لورو د هوکړې له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنورۍ په ۵مه پيلېږي) افغانستان کې دننه ترسره شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وویل، افغانستان کې دننه خبرو ته شرایط نه‌دي برابر او په خبره‌یې د دواړو لورو مرکچیان باید دا پرېکړه وکړي چې چېرې راتلونکو خبرو ته دوام ورکوي.

پر عامو افغانانو سربېره ملګرو ملتونو، امریکا او د افغانستان په قضیه کې ښکېلو نورو خواوو له طالبانو او افغان دولت څخه د خبرو د دوام سره په یو وخت د اورکم یا اوربند پرله‌پسې غوښتنې وکړي چې تر اوسه منل شوې نه‌دي.

له بلې خوا د امریکا او طالبانو په هوکړه کې دا هم ویل شوي و چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې تر میاشتې یعنې ۲ میاشتې وروسته ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، خو د روانې میلادي میاشتي په ۱۸مه نېټه د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران په خپله کلنۍ ناسته کې له افغانستان د وتلو پریکړه تر نامعلوم وخت پورې وځڼډوله.

خو دوی په څرګند ډول د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ بیا تازه کړ.

له دې ناستې وروسته جرمني هېواد په افغانستان کې خبل حضور روانو شرایطو ته په کتو تمدید کړ.

د راپورنو له مخې اوس مهال د امریکايي ځواکونو شمېر په افغانستان ۲۵۰۰ ته رسیږي.

اوس یو ځل بیا له شااوخوا ۳۶ ورځنې ځنډ وروسته د افغان حکومت او طالب مرکچیانو ترمنځ په دوحه ناسته ترسره شوه.

دغه ځنډ هغه مهال رامنخته شو چې د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رئیس جو بایډن د لوړې له مراسمو وروسته وویل، امریکا له طالبانو سره شوې هوکړه بیا ارزوي.

له دغه څرګندونو وروسته طالبان په قطر کې د خبرو میز ته شاه کړه او د سمیې هېوادونو ته یې سفرونه پیل کړه.

د طالبانو سیاسي ډلې له پاکستان څخه ایران بیا روسیه او ازبکستان ته سفرونه وکړل.

په دغه موده کې په کابل کې یو شمېر افغان چارواکو پر طالبانو تندی نیوکې وکړې چې خبرو لپاره ژمن نه دي.

په کابل کې د افغان جمهور رئیس سلاکار محمد محقق وویل، که په قطر کې طالبان خبرې بیا ژر پیل نه کړي افغانان به راتلونکي پسرلي کې د سختې جګړې شاهدان وي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو ته سفرونه پیل کړه او له ټولو امنیتي بنسټونو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

محمد محقق وویل، که په قطر کې طالبان خبرې بیا ژر پیل نه کړي افغانان به راتلونکي پسرلي کې د سختې جګړې شاهدان وي.

د پوځي هڅو ترڅنګ افغان حکومت په سیاسي هڅو کې هم غلی پاتې نه شو او جمهور رئیس د پاکستان لپاره خپل استازي عمر داودزی د فبرورۍ په ۲۴ مه د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ واستو.

محمد عمر داودزي له ازادي راډیو سره به خبرو کې وویل، پاکستان ته یې د سفر هدف اوربند او په دوحه کې دخبرو ژر پیل دی.

اوس افغانان ۲۰۲۱ میلادي کال ته هيله من دي چې ګوندې دا کال د اوربند او امن مزه وڅکي.