د افغانستان له ۶۰۰ زیاتو روغتیایي مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین پروسه پیل شوه

هرات کې پر یوه روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۱۱۰ زره روغتیایي کارکوونکو ته‌یې د 'کووېډ-۱۹' واکسین لګول پيل کړی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا چې د 'کووېډ-۱۹' واکسین له ۶۰۰ څخه زیاتو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوی او دغه روغتیایي کارکوونکي به د ۱۵ ورځو په موده کې واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد د ۶۰ سلنه نفوس واکسین کولو لپاره ۳۲۰ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.

مګر دا پیسې څنګه راټولېږي؟

له افغانستان سره د هند کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین

ښاغلی نظري زیاتوي: "هغه مرستې چې د هېواد ۲۰ سلنه وګړو لپاره اړتیا ده، لمړی د واکسين نړيواله اتحاديه به کمک وکړي. ۱۱۰ ملیون ډالر پیسې د نړیوال بانک او ای ار ټي اېف ژمنه ده او ۵۰ ملیونه ډالر د اسیا پراختیايي بانک ژمنه ده چې د افغانستان لپاره په نظر کې نيول شوی. نو د دې ټولو مرستو له ټولولو سربېره موږ بیا هم ۷۶ ملیونه ډالرو ته اړتیا لرو چې په ۱۰۰ کې ۶۰ فیصده خلکو ته واکسین ورسوو او د ۳۲۰ ملیونه ډالرو مصرف پوره کړای شو."

که څه هم ښاغلي نظري ونه‌ویل چې پاتې پیسې څنګه راټولوي، خو د هغه مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل چې پاتې پیسې به د افغانستان حکومت اماده کوي.

د ښاغلي نظري په وینا چې د نړیوال بانک ۱۱۰ ملیونه ډالرو مرسته شویو پیسو یوه برخه به د واکسین اخیستلو او یوه برخه هم د واکسیناسیون لګښتونو لپاره ولګول شي، خو د اسیا پراختیايي بانک پیسې به د کرونا ويروس ضد واکسین اخیستلو لپاره وکاروي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د واکسین ۲۰۰ زره دوزه او د واکسين نړیواله اتحاديه د کرونا ويروس ضد درې ملیونه دوزه واکسین مرسته کوي.

په لومړي محموله کې به یو ملیون او ۳۰۰ زره او په دوهمه محموله کې به د کرونا واکسین یو ملیون او ۷۰۰ زره افغانستان ته ورسېږي.

د هند ۵۰۰ دوزه مرسته شوی واکسین چې د ۲۵۰ زره خلکو لپاره لګول کېږي، د سلواغې په ۱۹مه افغانستان ته راورسېد.

افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین د لګولو پرانیست غونډه

د عامې روغتیا وزارت په وینا پرون سې شنبه د دې واکسين د لګولو د پرانيستې په ورځ په ۳۴ ولايتونو کې شاوخوا ۳۷۵ کسان واکسين شول.

په افغانستان کې د پروسږکال د کب مياشتې له پنځمې د کرونا ویروس د لومړۍ مثبتې پېښې له ثبت راوروسته تر ننه ۵۵ زره کسان په کرونا اخته او له ۲ زرو ډېر خلک‌یې وژلي دي.