د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

نړۍکې په کرونا ویروس د اخته وو شمېر ۱۱۰ میلیونو ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو، په تېره بیا د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي.

د جان هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، تر پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه) پورې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شوېو کسانو شمېر نژدې یو سلو لس میلیونو ته ورسېد.

تر پرون پورې له دې ویروسه څه کم ۲ میلیونه ۴ لکه ۱۲ زره تنه مړه شوي وو.

جان هاپکېنز پوهنتون د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نژدې ۲۸ میلیونه ښودلی، خو وايي چې د جنورۍ له وروستیو څخه په متحدو ایالاتونو کې د کرونا پېښې په تېزۍ مخ په کمېدو دي ځکه چې دغه هېواد کې لسګونه میلیونه خلک واکسین شوي دي.

پرون د افغانستان د روغتیا وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۲ تنو د کرونا مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت په وینا له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵۴۰ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG